د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل لاریون کوونکو له طالبانو سره خبرې وغوښتې


د کابل لاریون کوونکو له طالبانو سره خبرې وغوښتې
د کابل لاریون کوونکو له طالبانو سره خبرې وغوښتې

د غزنی د خلکو د استازې په ملاتړ سلهاو کسانو په کابل کی لاریون وکړ. د هما سلطانی پلویانو د دولت مخالفینو سره د رښتینو خبرو په کولو او ددې بهیر پر چټکوالي ټینګار کاوه او جنګ یی په کلکه غندلو.
دوی ویل د افغانستان خلک نور د جنګ جګړو نه ستړي شوی دی. دوی ویل چې دولت او نړیواله ټولنه باید دې موضوع ته پاملرنه وکړي او د هر هغه سوله ایز اقدام ملاتړ وکړي چې د افغاسنتان ولس له بدبختیو ژغوري.

"سولې خبرې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره وشي"

بلخوا افغان ولسمشر حامد کرزی پرون د سولی او د امریکا سره د ستراتیژیک تړون په هکله د سیاسي او جهادی مشرانو سره خبری وکړی او پدی اړه یی د هغوی مشورې واوریدی.

دا مشورتي غونډه د ارګ په ماڼی کی وشوه چی پکی د دولت لوړ پوړو چارواکو او ملی او سیاسی شخصیتونو هم ګډون کړی و.
په خبرو کی لومړی مهمه پوښتنه دا وه چی سوله د چا سره او څنگه؟ اکثر جهادی او سیاسي مشرانو د پاکستان دوه مخیزه سیاست او د سولی دپاره یی نیمګړو هڅو ته اشاره وکړه او ویی ویل چی په وروستیو بریدونو کی د پاکستان د ای اس ای په لاس لرلو سره داسی ښکاری چی مونږ باید د پاکستان سره د سولی خبرو ته کینو نه د طالبانو سره.

هغوی زیاته کړه چی د امریکا سره ګډ ستراتیژیک تړون که د افغانستان د ملی حاکمیت ، خپلواکی او ملی ګټو په نظر کی نیولو سره تر سره شی نو د افغانستان په ګټی به تمام شي.

XS
SM
MD
LG