د لاس رسي وړ اتصالات

جګړې او کرونا څخه د خلاصون لپاره افغانستان کې د 'دعا' اونۍ


د افغانستان د حج او قافو وزارت له کرونا ویروس او روانې جګړې څخه د خوندیتوب په هدف روانه اونۍ د قرآن عظیم الشان ختم، استغفار او دعاګانو اونۍ اعلان کړې ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې د ټولو جوماتونو امامانو ته یې لارښوونه کړې چې له کرونا وبا څخه د خوندیتوب په هدف خلک د قران کریم ختم او استغفار ویلو ته وهڅوي.

د حج او اوقافو وزارت نن یکشنبه جون ۱۴(غبرګولې۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي: "د کرونا ویروس، جګړې او نور افتونه او مصیبتونه چې دافغانستان مسلمان ولس ورسره لاس او ګرېوان دی. د دې مصیبونو څخه د خلاصون لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت روانه اونۍ د قرآن عظیم الشان ختم، استغفار او دعاګانو اونۍ اعلان کړه."

یاد وزارت له افغانانو څخه غوښتي چې له یادو مصیبتونو څخه د خلاصون په هدف په دغه اونۍ کې د روغتیايي لارښونو سره سم کرنطین مراعت کړي او د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي، "د ټولو معنوي لارښوونو، ذکر، فکر، استغفار، توبه، نفلي لمنځونه، د قرآن عظیم الشان ختم، صدقې، خیراتونه، مسنونه دعاګانې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي."

د حج او قافو وزارت پر ټولو افغان سوداګرو هم غږ کړی چې په سوداګریزو چارو کې د لومړنیو اړتیا وړ توکو په لوړه بیه له پلورلو څخه ډډه وکړي دغه وزارت همدارنګه له غیر اخلاقي اعمالو څخه ځان ساتل او د «مبتذلو» ټلویزیوني خپرونو له نشرولو څخه ډډه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه په کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د تمې په خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د افغان امنیتي او دفاعي سکتور منسوبینو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه وویل چې په تیره یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۲۲ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تیره ورځ د افغانستان ملي امنیت شورا هم وویل چې په تیرو دوو اونیو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي، خو طالبانو د ملي امنیت شورا دغه راپور رد کړ.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت پر داسې مهال له کرونا ویروس او روانې جګړې څخه د افغانانو د خلاصون په دغه تصمیم نیسي د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله ۵۲۴ تنه مړه شوي او ۲۴۷۶۶ تنه نور په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

بلخوا روانه میاشت په کابل ښار کې د لمانځه پرمهال د افغانستان دوه پيژندل شوي دیني علماء مولوي ایاز نیازی او مولوي عزیزالله مفلح په جوماتونو کې د ځای پر ځآی شوو چاوېدونکو موادو د چاودنې له امله ووژل شول.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د نشراتو مسؤل نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل چې دغه وزارت د دیني علماو د امنیت ټینګولو په هدف پر یوې طرحې کار پيل کړی دی.

XS
SM
MD
LG