د لاس رسي وړ اتصالات

پسرلی او د نیالګیو کښینولو پیل


پسرلی او د نیالګیو کښینولو پیل
پسرلی او د نیالګیو کښینولو پیل

سږ کال د کندوز ولایت د زراعت اداره په پام کې لري چې ددغه ولایت په مختلفو سیمو کې اوه سوه زره میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کښینوي.

د کندوز د زراعت ریاست د نیالګیو په فارمونو کې په لسګونو خلک د مختلفو نیالګیو په ویستلو بوخت دي، په دغو فارمونو کې د توت، ارغوان، بادام، الوچې، زردالو، انګور، انار، ناجو او نور ډول ډول نیالګي روزل شوي دي چې ځینې یې په وړیا توګه او ځینې نور یې په ډیره کمه بیه په خلکو پلورل کیږي.

ددغه ولایت د زراعت ریاست له خوا هغو سیمو ته چې د ټولنې او عام المنفعه چارو ځایونه وي نیالګي په وړیا توګه ورکول کیږي، د زراعت ریاست د نیالګیو د فارمونو فني مسول فیض الدین نبي زارده وایې چې دوي پلان لري چې سږ کال په کندوز کې اوه سوه زره نیالګي کښینوي، هغه وایې چې ددغو نیالګیو یوه برخه به د کندوز- شیرخان بندر پر لویه لار د اودان په دښته کې د سرک دواړو خواو ته کښینول شی، هغه وایې چې دوي په دغه سیمه کې د نیالګیو د روزنې او سنبالولو په خاطر څو تنه موظف کړي چې روزنه یې وکړي او له وچیدو یې وساتي: (( اوه سوه زره نیالګي د کندوز د نیالګیو په فارمونو کې ولاړ دي چې یو شمیر یې ځینو عام المنفعه ځایونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي او ځینې نور یې د بازار د نرخ په نیمایې په خلکو پلورل کیږي.))

نوموړې وایې چې تیر کال هم د زارعت ریاست یو شمیر نیالګي په ځینو عام المنفعه ځایونو کې کښینولي وو خو د ځینو ستونزو له امله هغه وچ شوي دي او ساتنه یې نه ده شوی.

فیض الدین نبي زاده وایې: (( تیر کال ناامنیو هم د نیالګیو په روزنه تاثیر کړی و، د فواید عامه ریاست ژمنه کړې وه چې د سرکونو په غاړه کښینول شوي نیالګي به وپالي خو فکر کیږي چې ځینو سیمو ته یې موټرې او کارکوونکي د ناامنیو له امله نه شول تللې نو ځکه زیات شمیر نیالګي وچ شوي دي.))

تیر کال هم د کندوز ولایت د اودان دښتې په سیمه کې د کندوز – شیرخان بندر د لوې لارې دواړو خواو ته نیالګي کښینول شوي وو خو یو شمیر یې د نه پاللو له امله وچ شول، سږ کال یو ځل بیا د زراعت ریاست پلان لري چې په دغه سیمه کې نیالګي کښینوي: (( د اودان دښتې په سیمه کې سږ کال د زراعت ریاست پلان لري چې د سرک دواړو خواو ته شل زره نیالګي د سرک د ښکلا لپاره کښینوي.))

په کندوز کې د ځوانانو یو شمیر ټولنې هم د نیالګیو په کښینولو کې برخه اخلي او دښار په مختلفو سیمو کې د سرکونو په غاړه او کوڅو کې نیالګي کښینوي، محراب الدین زیارمل یو له هغو ځوانانو دی چې د خپلې سیمې لپاره په نیالګیو پسې د زراعت فارمونو ته راغلې هغه وایې: (( مونږ د ځوانانو یوه اتحادیه لرو چې په دغه ډول عام المنفعه کارونو کې راټولیږو او اجتماعي کارونه کوو، مونږ د خپلې سیمې د سمسورتیا په خاطر د زراعت ریاست ته عریضه کړې او هغوي د نیالګیو امر راکړې دغه نیالګي وړو او په خپله سیمه کې یې کښینو چې خلک ترې نیکه استفاده وکړي.))

د چاردرې خلک هم غواړي خپله سیمه چې څه موده په کې ناامني وه په نیالګیو ښایسته کړي: (( دغه نیالګي وړو او په چاردره کې یې د زراعت د سرک په غاړه کښینوو))

ونې او نیالګي له دې پرته چې سیمه پرې ښکلې کیږي، د هوا په پاکولو او پاک ساتلو کې بشپړه ونډه لري، که د هیواد هر وګړې یو یو نیالګې کښینوي یو کال وروسته به افغانستان په یو سمسور هیواد یاد شي.

XS
SM
MD
LG