د لاس رسي وړ اتصالات

​په میرزاولنگ کې ډله يیز قبرونه موندل شوي


د سر پل ولایت د میرزااولنگ د سیمې د قربانیانو د جنازې مراسم
د سر پل ولایت د میرزااولنگ د سیمې د قربانیانو د جنازې مراسم

د افغانستان د دولت له مخالفینو نه د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنگ د سیمې د بیرته نیولو وروسته پولیسو ډله ییز قبرونه موندلي دي چې په یو قبر کې لږ تر لږه ٣٦ مړي ښخ شوي وو.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي په یو قبر کې ٢٨ او په بل قبر کې اته مړي موندل شوي دي "د اکثرو مړو سرونه پرې شوي وو". هغه زیاتوي چې ټول مړي نارینه وو او درې ماشومان هم په کې وو چې له عمر یې له اتو نه تر ١٥ کالو و.

هغه زیاته کړه چې درېیم ډله ییز قبر هم په نښه شوی خو هغه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې دی او پولیس هڅه کوي چې نور قبرونه هم ومومي. محلي مقاماتو ویلي چې د میرزاولنگ د سیمې د بیرته نیولو په عملیاتو کې ۴٠ تنه یاغیان وژل شوي دي.

د میرزاولنگ پر سیمې باندې د تیرې اونۍ په حمله کې لږ تر لږه د ٦٢ تنو وژل کیدل تائید شوي دي، خو د سرپل د والي د دفتر په وینا ښایي دغه شمیره ښايي تر دې زیاته وي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي لومړنۍ پلټنې ښیي چې طالبانو او داعش چې دوه سیالې ډلې دي په دې سیمه کې یې په گډه دا کار کړی دی. خو طالبانو دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې دغه برید دوی یواځې کړی دی او هیڅ ملکي وگړی یې نه دی وژلی.

داعش د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې دوی دا برید کړی او شاوخوا ٥۴ شیعه گان یې وژلي دي. له بلې خوا هغو کلیوالو چې له میرزاولنگ نه تښتیدلي خبریالانو ته ویلي دي چې دوی داسې جګړه ماران لیدلي چې د طالبانو سپین او د داعش تور بیرغونه یې لیږدول.

د رویترز اژانس وایي په یوه سیمه کې چې وسله وال جنگیالي له یوې ډلې نه بلې ډلې ته ځي او اړخ بدلوي، ښایي دا به مشکله وي چې په اطمینان سره وویل شي دا وژنې به چا کړي وي.

XS
SM
MD
LG