د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس د ناټو ٦ عسکر ووژل


افغان پولیس د ناټو ٦ عسکر ووژل
افغان پولیس د ناټو ٦ عسکر ووژل

د آیساف په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې یوه وسله وال سړي چې د افغانستان د سرحدي پولیسو یونیفورم یې په تن و، د ننگرهار د پچیراگام په ولسوالۍ کې د تمرین په ترڅ کې د ناټو پر عسکرو ډزې وکړې او شپږ عسکر یې ووژل.

په بیانیه کې ویل شوي چې حمله کوونکی په خپله هم وژل شوی او د پیښې په اړه د افغان عسکرو او آيساف یوه گډه ډله تحقیق کوي.

تر اوسه نه ده معلومه چې حمله کوونکی د حکومت مخالف وو او که د پولیسو غړی و. پخوا هم طالبانو د پولیسو او اردو په لباس کې د ناټو او افغان قواوو پر عسکرو حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG