د لاس رسي وړ اتصالات

'پر کامدیش د برید قومانده پاکستان ورکوله'


'پر کامدیش د برید قومانده پاکستان ورکوله'
'پر کامدیش د برید قومانده پاکستان ورکوله'

افغان سرحدي ځواکونه وايي چې د نورستان د کامدیش پر ولسوالۍ باندې د حکومت د وسله والو مخالفینو د برید په نتیجه کې د تیرې یوې اوونۍ راهیسې روانه جګړه اوس پای ته رسېدلې ده.

چارواکو د تیرې سه شنبې په ورځ وویل چې وسله والو مخالفينو د چترال له سيمې لومړی د دوی پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل. له هغه راهیسې د کامدېش په ولسوالۍ کې د برید کوونکو، افغان او ايساف ګډو ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه وه.

'پر کامدیش د برید قومانده پاکستان ورکوله'
'پر کامدیش د برید قومانده پاکستان ورکوله'

د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امين الله امرخېل نن خبریالانو ته وویل چې پر دغې ولسوالۍ د وسله والو د بريد قومانده د پاکستاني ځواکونو له خوا ورکول کېده.

امرخېل وايي: داسې غږونه مو په مخابرو کې اورېدي او ثبت کړي چې پاکستاني پوځيان وسله والو مخالفينو ته د جنګ قومانده ورکوي.

دده د وينا له مخې، په دې جګړه کې په لسګونو وسله وال مخالفين وژل شوي او زخميان شوي دی. دی وايي: د مخالفينو مړي چې زياتره يې بهرني دي د سيمې د خلکو په مرسته خاورو ته وسپارل شول.

جنرال امرخېل په دې جګړه کې سرحدي پوليسو ته هم ور اوښتې مرګ ژوبله لسګونه تنه ښيي.

سرحدي پولیس وايي، په دې جګړه کې يې د ګوردېش سيمه تقريبا تر ١٤کيلومترو پورې له وسله والو مخالفينو پاکه کړې ده. دوی وايي، مخالفينو د سيمې د خلکو کور نه هم سوزولي دي.

سرحدي پولیس ادعا کوي، څو تنه پاکستاني اتباع یې نیولي چې د توپچي د ناچاودو مرميو د وړولو هڅه يې کوله.

د سيمې خلکو د چارو د ښه پرمختګ لپاره يوه ولسي شورا جوړه کړې ده.

بل لور ته د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چې په دې جګړه کې زياتره

پاکستاني، چيچنيايي او عرب وسله وال وژل شوي دي.

د حکومت وسله والو مخالفینو د سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي وو چې د کامدیش د ولسوالۍ یو شمیر پوستې یې له حکومتي قواوو څخه نیولي دي.

کامدېش د نورستان ولايت هغه غرنۍ سرحدي ولسوالي ده چې يو شمېر سيمې يې د مخالفينو تر ولکې لاندې دي. پر دغې ولسوالۍ مخکې هم خونړي بريدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG