د لاس رسي وړ اتصالات

قطر ته د افغان دولتي پلاوي سفر ځنډیدلی


ټاکل شوې وه په قطر کې بین الافغاني کنفرانس د شنبې او یکشنبې په ورځو وشي.
ټاکل شوې وه په قطر کې بین الافغاني کنفرانس د شنبې او یکشنبې په ورځو وشي.

ملي یووالي حکومت ته نږدې یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ ( وري ۲۹مه) امریکا غږ اشنا راديو ته وویل، چې د قطر په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسیز افغان دولتي پلاوي سفر یوې نامعلومې مودې پورې ځنډیدلی دی.

په پام کې وه، چې د افغان سیاسیونو، مدني ټولنې او افغان حکومت د استازو دا ګډ پلاوی نن له غرمې وروسته له کابل څخه دوحې ته تللی وای.

خو اوس دا سفر ځنډیدلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د دغه سفر په اړه دومره ویلي، چې په دې هکله به جزئیات له غرمې وروسته خپاره شي.

تراوسه افغان حکومت د دغه پلاوي د سفر د ځنډ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو یو شمیر هغه افغان سیاسي چارواکي، چې د دوحه کنفرانس په لیست کې یې نومونه شته امریکا غږ اشنا ته وویل، چې طالبانو د افغان حکومت له خوا د ترتیب شوي لیست سره مخالفت ښودلی، چې بیا افغان حکومت هم د قطر د حکومت له خوا د بین الافغاني کنفرانس د ګډون کوونکو یو نوی لیست ترتیب کړی، چې افغان حکومت دا نوی لیست نه دی منلی.

تراوسه لا څرګنده نه ده، چې دا پلاوی به قطر ته لاړ شي او که نه.

د دوحې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز، چې د دغه بین الافغاني کنفرانس بندوبست یې کړی ویلي، چې شاوخوا درې سوه افغانان به د شنبې او یکشنبې په ورځو د دغه مرکز په نوښت په خپلو منځو کې د سولې په اړه خبرې وکړي.

​د دغه مرکز مشر سلطان برکات د خپل ټویټر په پاڼه ویلي چې د دغه کنفرانس هدف د سیاسي جوړجاړي په موخه د افغانانو ترمنځ د اجماع رامنځ ته کیدل دي.

سلطان برکات ویلي، چې د بین الافغاني کنفرانس د ګډونوالو لیست په ډیر دقت سره ترتیب شوی تر څو د ښاغلي برکات پر وینا د ټولو افغانانو رښتینی استازیتوب کره شي.

ښاغلي برکات ویلی " دا کنفرانس تر دې دمه د بین الافغاني خبرو تر ټولو پرانیستی، هراړخیز او د ټولو اړخونو په ګډون یو جامع کنفرانس دی".

سلطان برکات ویلي، په کنفرانس کې ګډونوال د اشخاصو په توګه برخه اخلي او د هیڅ کومې دولتي یا سیاسي ډلې استازیتوب نه کوي.

XS
SM
MD
LG