د لاس رسي وړ اتصالات

غني: یو شمېر کسان د شخصي ګټو لپاره د حکومت اصلاحات د ځان په زیان بولي


افغان ولسمشر وايي، یو شمېر کسان د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو لپاره له فساد سره د مبارزې په هدف د حکومت اصلاحات د ځان په زیان بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې ‌د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې د ملي یووالي حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی او نسبت تېرو وختونو ته په دې برخه کې پراخ اصلاحات رامنځته شوي دي.

ښاغلي غني په کانکور پروسې کې شفافیت، په دولتي ادارو کې د شفافیت له‌مخې د ۲۲زره کسانو ګمارل، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوسیو پر وخت څېړل او په تدارکاتو کې شفافیت رامنځته کول له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت له جدي اقداماتو څخه وبلل.

غني: د فساد بیه د بېوزله اولاد پرې کوي
غني: د فساد بیه د بېوزله اولاد پرې کوي

ولسمشر غني‌ وویل په هېواد کې د فساد او بې عدالتۍ بیه بېوزله افغانان پرې کوي.

هغه زیاته کړه:" د فساد بیه څوک پرې کوي؟ تېر د کانکو بهیر د فساد یوه نمونه ده، لسګونه ځوانانو ځانونه مړه کړل، زرګونه نور په کانکور پروسیه کې د فساد له امله نا هیلې شول، نو معلومه ده چې د فساد او بې عدالتیو بیه د «بېوزله اولاد» پرې کوي.

هغه وویل چې له فساد سره د مبارزې او د قانون د پلې کېدو په برخه کې کارونه شوي خو زیاته یې کړه چې په پدې برخه کې باید نور اقدمات هم وشي.

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروستې افغانستان ته میلیارډونه ډالره راغلل خو زیاته یې کړه چې د پیسو د مدریت د نشتوالي له امله بیا هم افغانستان له اساسي خدماتو بې برخې پاتې شو او شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجیح ورکړل شوه.

  • له فساد د مبارزې په برخه کې د ځوانانو رول

ولسمشر محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځوانانو رول اغېزمن وباله.

هغه وویل، د ملي یووالي په حکومت کې ځوانانو ته زیاته توجه شوې او په بېلابېلو برخو کې پر دندو ګمال شول دي.

نوموړي زیاته کړه که په دولتي‌ ادارو کې ځوانانو ته ځای ورنه کړل شي په دې معنا ده چې بېرته شاته روان یو.

هغه وویل فساد او بې عدالتي د اساسي‌ قانون د تطبیق مخنیوی کوي او زیاته کړه چې فساد په هېواد کې چې ۴۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي اساسي لامل دی.

  • له فساده سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستې

دغه غونډې ته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وویل چې فساد د اقتصادي ودې مخه نیسي او پر حکومت د خلکو باور ټکنی کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په حکومت کې دننه ټول اړخونه باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي مبارزه وکړي.

جان بس وویل:" د افغانستان سوکالي د قانون په حاکمیت کې نغښتې ده،د قانون د حاکمیت معنا پر ټولو په عادلانه توګه پلې کول، په مساویانه ډول باندې د قانون په پلې کولو کې پاتې راتلل ډموکراسۍ ته زیان رسوي، بې ثباتي زیاتوي او د سولې او امنیت مخه نیسي."

ښاغلي جان بس که څه هم وویل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې زیات څه شوي خو زیاته کړه چې دې برخې ته باید زیاته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG