د لاس رسي وړ اتصالات

له زندانه د خوشې شوي بندي د ژوند کیسه


له بنده د ننګرهار د غني خیلو خوشې شوی اوسیدونکی، عبدالوارث
له بنده د ننګرهار د غني خیلو خوشې شوی اوسیدونکی، عبدالوارث

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لوی اختر څخه یوه ورځ مخکې د سل ګونو طالب بندیانو د آزادیدو امر وکړ.

په آزادو شویو کسانو کې یو د ننګرهار د غني خیلو اوسیدونکی عبدالوارث هم شامل دی چې درې کاله یې زندان تیر کړل.

عبدالوارث امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د خپل ژوند ترخې خاطرې شریکې کړي دي. هغه وايي کله چې بندي وو د افغان پوځ په لیکو کې یې ځوان زوی طالبانو سره په جگړې کې وژل شوی دی.

دوه څلوېښت کلن وارث څه باندې درې کاله مخکې حکومتي ځواکونو هغه مهال نیولی و چې په خپل شخصي موټر کې یې وسله وال طالبان انتقالول.

هغه وايي د ننګرهار په غني خیلو کې یې له پنځلسو کالو راهیسې ټکسي چلوله، خو طالبانو پرې په زور د خپلو وسله والو ليږدول ومنل.

وارث د سولې تازه هڅو ته هیله من دی او وايي که هدیرو کې پر قبرونو جندې سپینې یا درې درنګه دي، خو د جګړې هره وژنه د اوږده درد او کړاو نښانونه بلل کیدای شي.

ننګرهار
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

XS
SM
MD
LG