د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ته د ۷۰ ناروغو افغان ماشومانو لیږد


سولې کلي په نوم د ډاکټرانو ټولنه هرکال تر اویا پورې افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته وړي.
سولې کلي په نوم د ډاکټرانو ټولنه هرکال تر اویا پورې افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته وړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په پام کې لري، چې د چهارشنبې په ورځ ( زمري ۲۳ مه) ۷۰ ناروغ افغان ماشومان، چې د بدن د پوستکي د سوزیدو او د هډوکو د ماتیدو د ناروغیو څخه کړیږي د درملنې لپاره جرمني ته واستوي.

د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرالې میرمن نیلاب مبارز د سه شنبې په ورځ ( زمري ۲۲ مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د سولې د کلي په نوم د ډاکټرانو یوې بهرنۍ ټولنې د ناروغو ماشومانو د معاینې وروسته پریکړه کړې، چې دا شمیر ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستوي.

میرمن مبارز وویل " دا دوه ناروغۍ د هغو ناروغیو په ډله کې شاملې دي، چې د درملنې لپاره ډیر زیات وخت او لوړ مصرف ته اړتیا لري او متاسفانه په افغانستان کې یې درملنه امکان نلري".

د جرمني د سولې د کلي د ډاکټرانو ټولنه د تیرو ۳۰ کالو راهیسې هر کال د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ په دغو ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استوي.

اکثره دا ماشومان د ډیرو غربیو کورنیو غړي دي.

تیرکال د دغه پروګرام له لارې ۹۹ افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي وو.

ټاکل شوې دا ماشومان سبا د چهارشنبې په ورځ جرمني ته واستول شي. د دغو ماشومانو د درملنې او تګ راتګ ټول مصرف د جرمني د سولې د کلي د ډاکټرانو ټولنه په غاړه لري.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د شمیرنو له مخې د دغه پروګرام له لارې تراوسه ۴۰۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG