د لاس رسي وړ اتصالات

تازه سروې:افغانستان ته د راستنیدونکو شمیر مخ په زیاتیدو دی


د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی او ایم " او د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د راستانه شوو، کورنیو بې ځایه شوو او له افغانستان څخه د وتلو مهاجرو افغانانو په اړه یو سروې خپره کړې، چې له مخې په دغه موده کې د افغانستان څخه د وتلو مهاجر افغانانو پرتله دغه هیواد ته د ستانه شوو افغانانو شمیر شاوخوا یو میلیون زیات دی.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیرسید حسین عالمي بلخي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغې سروې د اعلان غونډې ته په وینا کې وویل، چې تیرو سختو کلونو ته په کتنې دا یوه مثبت قدم دی.

د توانمندۍ د ارزونې مډل یا "ډي ټي ایم" دا سروې، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو ترمنځ د افغانستان په ۳۹۰ ولسوالیو کې د یولس زره ۴۴۳ کسانو سره د مخامخ مرکو او یا د تیلیفوني اړیکو په واسطه شوې ده.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" د افغانستان د دفتر رئیس لورت هارټ د دې سروې د پایلو د اعلان په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل،

دا سروې په دغو کلونو کېپه ۳۴ ولایتونو کې د ستنیدونکو،بې ځایه شوو او له افغانستان څخه د مهاجرو افغانانو نږدې سل فیصده حالت منعکس کوي.
دا سروې په دغو کلونو کېپه ۳۴ ولایتونو کې د ستنیدونکو،بې ځایه شوو او له افغانستان څخه د مهاجرو افغانانو نږدې سل فیصده حالت منعکس کوي.

ښاغلي هارټ وویل "زما په نظر څه، چې دلته یې یادول ډیر مهم دي دا دي، چې په افغانستان کې د توانمندۍ د مډل د ارزونې څخه عمومي هدف دادی، هغوی، چې په حرکت کې دي او یا بې ځایه شوي ولټول شي. تخمیني شمیر، موقعیت، جغرافیوي تقسیمات، بې ځایه شوو، ستانه شوو او مهاجر شوو برابر شي. همداشان د مهاجرینو، کوچینانو، سرحد په دواړو غاړو کې د حرکت په حال کې ګروپونو او هم د داخلي او نړیوالو کارګرو شمیر وموندل شي".

په افغانستان کې د "آی او ایم" مشر وویل، چې د بیلابیلو دلایلو له مخې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې وګړي، یې ډیر د حرکت په حال کې دي.

د دغې سروې له مخې په افغانستان کې د جنګ جګړو او نورو عواملو له مخې درې نیم میلیونه افغانان په کور دننه له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

د " آی او ایم" رئیس وايي، په افغانستان کې په لوی شمیر د کورنیو بې ځایه شوو وضعیت ته په کتنې په ټولنه کې د هغوی د بیا ادغام اړتیا یوه لویه ننګونه ده.

هغه وویل، چې کلیوال د بې ځایه شوو سره مرسته کوونکو ادارو د مرستو د دوام غوښتنه کوي، چې د هغوی دا کار مرسته کوونکو ادارو ته د ادغام په برخه کې ستونزې راولاړوي.

همداشان هغه د بې ځایه شوو د پالنې لوړ مصرف او هم پر سیمو د جګړې اغیزې، چې په انکشافي چارو هم اغیز کوي هم د مرسته روسونکو ادارو پر وړاندې په ګواښونو کې یادې کړې.

XS
SM
MD
LG