د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه : افغانان په پاکستان کې ځورول کېږي


د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمشنري وایي چې په پاکستان کې میشت افغان مهاجرین نن سبا تقریبا هره ورځ په غیر قانوني توګه نیول کېږي ډارول کېږي او یا په زور پیسې ځیني اخیستل کېږي.

کله چې په ١٩٧٩ میلادي کال کې یعنی ١٣٥٨ هجري شمسي کال کی د پخواني شوروي اتحاد پوځ پر افغانستان باندې یرغل وکړ نو په میلونونو افغانانو په پاکستان کی پناه واخیسته چې تقریبا ١.٦ میلونه یی اوس هم په خیبر پښتوخوا او بلوچستان کې پراته دي.

د اسلام اباد نه د امریکا غږ خبریال شارون بین په خپل رالیږلي رپوټ کې وایي چې څه موده مخکي پاکستاني چارواکو د امنیتي عملیاتو په دوران په سلګونو راجسټر شوي مهاجر په غیر قانوني ډول دخپلو کمپونو نه پورته کړل او تر یوه وخت پوري یې په توقیف کې وساتل.

په پاکستان کې دملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمشنرۍ یوه مامور نییل ورایټ امریکا غږ ته وویل داسي وویل: ،، په نورمال ډول هره میاشت یو شمیرمهاجر نیول کیږي بیا بیرته زر خوشي کیږي ، خو د تیرو دریو میاشتو په موده کې د مهاجرو پر خلاف دوه ځلي امنیتي عملیات وشول. په یوې هفتې کې په سلګونو افغانان ونیول شول چې شمیر یې په فوق العاده ډول نور هم هره ورځ لوړیږي.،،

پاکستان: افغان مهاجر تر ۲۰۱۵ کاله پوري په پاکستان کې اوسیدلای شي

پاکستان وایي چې راجسټر شوي افغان مهاجرین د ٢٠١٥ میلادي کال تر پایه پوري په پاکستان کې پاتې کیدلی شي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو دعالي کمشرۍ دغه مامور پر پاکستاني چارواکو باندې غږ کړی چې د افغان مهاجرو حقوق دي له پام نه غورځوي او افغان مهاجر باید د کار کولو او مزدورۍ حق ولري. پاکستاني چاوراکي وایي چې ځیني قانوني مهاجر سهواْ نیول شوي دي ځکه چې ډیر داسې کسان هم شته چې د مهاجرو شناخت کارټونه نه لري او یا دا چې معیاد یې ختم شوی دی.

خو د پاکستان د حکومت د قبایلو د سرحدي چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي عمران زیب ومنله چې پولیس او امنیتي ځواکونه کله کله د مهاجرو د کارتونو د کتلو او تالاشیو په دوران خپله شخصی ګټه پورته کوي او د افغان مهاجرو نه پیسې اخلي.
XS
SM
MD
LG