د لاس رسي وړ اتصالات

ځینې افغانان خپل 'پښتورګي خرڅوي‌ چې ماشومانو ته ډوډۍ' پيدا کړي 


تصویر د دغې مشخصې پېښې نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
تصویر د دغې مشخصې پېښې نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

په افغانستان کې د روان اقتصادي‌ بحران په ترڅ کې ځينو افغانانو د خپلو پښتورګو خرڅولو ته مخه کړې ده چې بچیانو ته خواړه پیدا کړي. په دې لړ کې د یوې کورنۍ پنځو وروڼو دا کار کړی دی.

په داسې حال کې چې په اوسني وضعیت کې میلیونونه افغانان خوراکي موادو ته ضرورت لري، مرسته رسوونکې ادارې په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي.

غربت، بې وزلي‌ او بیکاري یو شمېر افغانان اړ وېستلي دي‌ چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت کارونه وکړي. د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي‌ اسیا د برخې مشره عایشه تنظیم افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې هرات ولایت ته تللې ده چې له ځینو هغو کسانو سره وګوري چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې خپل پښتورګي خرڅ کړي‌ دي.

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځو وروڼو امریکا غږ ته ویلي دي چې د پېسو لپاره یې خپل پښتوګري خرڅ کړي دي.

دغو وروڼو امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې د نورو خلکو «پوروړي وو او د دې لپاره یې هم خپل پښتورګي خرڅ کړي چې خپلو بچیانو ته ډوډۍ» پیدا کړي. په دغې ولسوالۍ کې ځينو نورو کسانو هم همدا ادعا کړې ده چې دا کار یې کړی دی.

یوې ښځې هم امریکا غږ ته ویلي چې دا کار یې کړی دی. د دغې سیمې یو شمېر خلکو امریکا غږ ته دا خبره هم کړې ده چې په هر کور کې ښايي یو داسې کس وي چې خپل پښتورګي یې خرڅ کړي وي‌ چې وپايي.

د امریکاغږ خبریاله عایشه تنظیم وایي چې په دغې سیمې کې ماشومان پوره خواړو ته لاسرسی نلري او له خلکو یې پوښتلي چې تیره شپه یې څه خوړلي دي؟ هغوی په ځواب کې ویلي چې یواځې وریجې او غوړي، نه سبزیجات ، نه غوښه او حتی نه هم ډوډۍ.

د هرات په بیځایه شویو کمپ کې د ژمي په سړه هوا کې هم خلک په خیمو کې په خورا ستونزو کې ژوند کوي. دوی د پسرلي راتګ ته خوشحاله دي چې له سړې هوا وژغورل شي. په همدې خاطر دي چې نړیوال مرستندویه سازمانونه ادعا کوي چې افغانستان د بشري ناورین سره مخامخ دی.

ددې ځای ځینې خلک وایي که همداسې اړ وي، ښايي مجبور شي چې خپل «اولادونه» هم وپلوري.

عایشه تنظیم وایي د یو ښځې سره یې خبرې کړي چې خپل پختورګی یې پلورلی. هغه درې لورګانې لري او وایي د یوې لور په خرڅولو سره کیدای شي دوه نورې لورګانې وژغورلی شي.

خبریاله وایي چې ترې وپوښتل کومه لور غواړي خرڅه کړي، هغې ورته ویلي چې تر ټولو کوچنۍ لور، ځکه چې دوه مشرانې لوڼې یې اوس خپله مور پیژني.

XS
SM
MD
LG