د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمر ګله مړه شوه


ایمل زاخیل د میرمن قمر ګل زوی دی.
ایمل زاخیل د میرمن قمر ګل زوی دی.

د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمر ګله جمعه ډسمبر ۹ (لیندۍ۱۸) د کاناډا د ټورنټو ښار په یو روغتون کې مړه شوه.

د میرمن قمر ګلې د کورنۍ غړیو دا خبر تائید کړی خو د هغې د ناجوړتیا په هکله یې څه ندي ویلي.

د ټورنټو په ښار کې د پیوستون په نامه د افغانانو ټولنې هم په فیس بوک کې د میرمن قمر ګلې د مړینې خبر خپور کړی او د مړیني علت یې ناروغي ښودلې.

د همدې ټولنې یو غړي امریکا غږ ته تائید کړه چې د سندرغاړې قمر ګلې د کورنۍ د معلوماتو له مخې هغه د کاناډا په محلي وخت د جمعې په ماښام په روغتون کې مړه شوې.

دا نوموتې سندرغاړې چې د بل نوموتي افغان سندرغاړي زاخیل استاد میرمن وه، څو کاله کیده چې په کاناډا کې کډواله وه.

د میرمن قمر ګل زوی ایمل زاخیل هم سندرې وایي.

په ټولنیزو شبکو کې د میرمن قمر ګلې مینه والو د هغې په مړینې خفګان ښودلی.

لیکوال او د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کلتوري او ټولنیزو چارو د ریاست مشر محبوب شاه محبوب په ټویټر کې لیکلي، "مېرمن قمره ګله د پښتو موسیقۍ یو ځانګړی نوم دی، د هغې غږ، موسقي او انتخاب لاجواب و، قمر ګلې په داسې زمان د خپل غږ خواږه پښتو موسیقۍ ته ور پېرزو کړل چې د ګوتو په شمېر ښځینه هنرمندانې مو لرلې. پښتو ژبه او پښتانه به یې د کړو خدمتونو ممنون وي. روح یې ښاده".

د خالد وردک په نامه د ټویټر یو کاروونکي د میرمن قمر ګلې په مړینې د خفګان تر څنګ لیکلي، " قمر ګله ډیره خوږه سندرغاړی وه. قمرګله دی دنیا په هسکه غاړه لاړه ځکه خپل وطن ته یی خیانت ونه کړ او ډیر ښکلی هنر یی خپلو مینه والو ته پریښود. ډیره لویه هنري هستی مو له لاسه ورکړه. جنت فردس دیی ځای شی. آمین!"

میرمن قمر ګلې د افغانستان څخه د کډه کیدو څخه وروسته په پیښور او کاناډا کې هم ګڼې سندرې ویلي.

XS
SM
MD
LG