د لاس رسي وړ اتصالات

احمدشاه ابدالي ته د 'لوی امپراتور' د عنوان په خاطر د یو افغان مقام سرخوږی


د افغانستان موسس احمدشاه ابدالي
د افغانستان موسس احمدشاه ابدالي

د افغانستان د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د مکتوبونو د تصویرونو خپریدل چې په کې احمدشاه ابدالي ته د "ستر امپراتور" په عنوان خط ایستل شوی، حتی د هیواد د ولسي جرګې په کچه غبرګونونه زیږولي دي.

د پژواک خبري اژانس تیره ورځ د دوو مکتوبونو تصویرونه خپاره او رپوټ یې ورکړ چې په لومړۍ نسخه کې چې لاس لیک نلري د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین سرور جوادي، احمدشاه ابدالي ته د "استر امپراتور" په عنوان خط ایستلی او دوهم مکتوب یې لاس لیک کړی چې په کې دغه لقب لرې شوی دی.

په ظاهره دا مکتوب د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې له ادرس نه د اطلاعات او فرهنګ وزارت په عنوان په کندهار کې د احمدشاه دراني د حرم سرای د رغونې په هکله لیږل شوی دی.

ددې مکتوب له خپریدو څخه یوه ورځ وروسته چې په ټولنیزو شبکو کې یې پراخ غبرګون درلود د افغانستان د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي د ولسي جرګې د څو غړو په امضا یو مکتوب په خپل فیسبوک پاڼه خپور کړی چې په کې لاس لیک کوونکو لوی څارنوالۍ ته د ښاغلي جوادي د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

دې مکتوب کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت په عنوان لیکل شوي دي: "د محلي ارګانونو د ادارې معین (سرور جوادي) د افغانستان موسس ستر امپراتور احمد شاه بابا، ته سپکاوی کړی او د تعصب له مخې یې د هغه له نوم څخه د لوی امپراتور لقب لرې کړی دی، بدې خاطر هیله من یو چې هغه لوی څارنوالۍ ته معرفي شي."

ښاغلي جوادي د افغانستان د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې پر فیسبوک باندې د یو پیغام په خپرولو سره استدلال کړی دی چې د سپکاوي نیت یې ندی درلودلی او د ټایپي غلطۍ په خاطر یې چې په کې د امپراتور کلیمه "ر" په حذف کیدو د "امپراتو" په توګه لیکل شوې وه، د مکتوب د اصلاح کیدو غوښتنه یې کړې وه. هغه همداشان ویلي دي چې: "یو تاریخي او ملي شخصیت ته د عنوان ذکر کول او یا د عنوان حذف کول زما او زما په څیر کسانو د قانوني صلاحیت په چوکاټ کې ندي".ښاغلي جوادي پدغه پیغام کې استدلال کړی چې "تاریخي حقایق د یوې جملې په شتون او نه شتون تغییر نکوي او نه انکار کیدای شي، نو په یو مکتوب کې د یو عنوان حذف کول او یا پرې خط کش کول نشي کولای تاریخي حقایق بدل کړي او پداسې سخیفي کارونو باندې لاس پورې کول محض جهالت دی، هغوی چې ما پیژني پوهیږي چې زما افکار، منطق او روحیه سخیف او احمقانه ندي".

له دې دمخه هم د هند د سینما محصول پانیپت فلم چې هند ته یې د احمدشاه دراني لښکرکشي انځور کړې ده د سینما پر پردې د خپریدو وروسته په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو د کارونکو د پراخ غبرګون سبب شوی و.

XS
SM
MD
LG