د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ځانګړو افغان ځواکونو دوه ښوونکي '' پلار او زوی'' وژلي


 د ننګرهار په ولایت کې دمخه هم د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا شوې وه.
د ننګرهار په ولایت کې دمخه هم د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا شوې وه.

د ' صفر دوه 'په نوم افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه ( ثور ۱۸ مه) د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غزو کلي کې عملیات کړي چې په پایله کې یې څلور تنه، چې دوه یې ښوونکي چې پلار او زوی دي او دوه نور د ننګرهار لېسې د مدیر زامن دي وژلي دي.

د سیمې د اوسیدونکو د وینا له مخې همداشان عملیات کوونکو، د ننګرهار د لېسې مدیر په ټپي حالت کې له ځانه سره وړی دی.

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وايي:''دا پلار او زوې چې شهیدان شوی پلار یې د چپرهار د انستیتوت ښوونکی او زوې یې صداقت د چپرهار عالې لیسی ښوونکی و''.

نوموړي زیاته کړه چې ددغو عملیاتو په دوام چپرهار کې د ننګرهار لېسې د برحاله مدیر پر کور هم عملیات شوي دي چې دوه زامن یې وژل شوي دي او پخپله مدیر ټپي شوی دی.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد الله امریکا غږ ته وویل'' تېره شپه چپرهار ولسوالۍ کې د ملي امنيت اړوند د ۰۲ قطعه په نوم ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې موخه یې د داعش وسله والو ځپل و.

په عملياتو کې د معلم ګلاجان، صادق، کامران او نورامين وژل شوي او د نوراغا او سيد الفت په نومونو دوه نور کسان ټپيان شوي چې عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره وړي دي''.

نوموړی وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې د عملیاتو موخه څوک وو او وژل شوي او ژوندي وړل شوي کسان ولې نښه شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد یوسف امریکا غږ ته وویل چې په عملیاتو کې څلور کسان وژل شوي چې دوه یې ښوونکي او دوه نور بیا د ننګرهار عالی لېسې د مدیر زامن دي.

نوموړی وايي چې د عملیاتو موخه د ننګرهار لېسې د مدیر کور و او عملیات کوونکو ځواکونو د ننګرهار لېسې مدیر او د همدې کور یو بل غړی چې ټپیان هم وو له ځانه سره وړي دي.

تر اوسه د صفر دو ځواکونو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG