د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د زده کوونکو نوښتونه او مسلکي وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې


دا نندارتون د پوهنې د وزارت د چارواکو له خوا پرانیستل شو
دا نندارتون د پوهنې د وزارت د چارواکو له خوا پرانیستل شو

نن د شنبې په ورځ په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو ښوونیزو او مسلکي مرکزونو د زده کوونکو ځینې نوښتونه او مسلکي وړتیاوې په دغه اداره کې نندارې ته ایښې دي.

د پوهنې د وزارت چارواکو دا نندارتون پرانیست. په نندارتون کې د رسامۍ، خطاطۍ او انځورونو سر بیره ځینې تخنیکي وسایل هم نندارې ته ایښودل شوي وو.
په دې وسایلو کې بې پیلوته الوتکې، کوچني روباتونه او یو شمیر نور برقي او تخنیکي وسایل هم شامل وو.

د احمد زاهد په نوم د تخنیکي انسټیټیوټ یو زده کوونکي امریکا غږ ته وویل چې د ډرون بې پیلوټه جوړه کړې الوتکه تر دوو زرو مترو پورې الوتلی شي.

هغه وویل چې د ډرون دا کوچنې الوتکه په بندو ساحو کې هم الوتلی شي.

ښاغلي زاهد وویل چې په تیر حکومت کې د ډرون د الوتلو اجازه یې نلرله، خو دوی ته د دغو الوتکو د الوتنو اجازه ورکړل شوې ده.

په دغه نندارتون کې نابینایانو د مسلکي لیسې د زده کوونکو ځینې اثار او هم د ناشنویانو د مسلکي لیسې د زده کوونکو له خوا رسامي شوي انځورونه نندارې ته ایښودل شوي وو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې شپږ زره او‍۱۱۵ تنه چې ۸۳۷ یې ښځینه ښوونکې دي کار کوي.

په دغه اداره کې په ۹۸ څانګو کې زده کوونکي په ۳۴ ولایتونو کې په ۳۸۳ مرکزونو کې مسلکي زده کړې کوي.

د د غې ادارې هدف په افغانستان کې د بېکارې د کچې د کمیدو او د دولسم ټولګي څخه د فراغت وروسته ځوانانو ته د کار موندل دي، ترڅو په مسلکي برخو کې ماهر کارګران وروزل شي او په بازار کې ماهرو بهرنیو کارکوونکو ته اړتیا کمه شي. په دغو مرکزونو کې د نهم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي څخه فارغان جذبیږي.

XS
SM
MD
LG