د لاس رسي وړ اتصالات

هدفي وژنې د طالبانو کار دی – کورنیو چارو وزارت


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبان له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې مات شوي او له همدې امله یې د امنیتي منسوبینو په ترور کولو لاس پورې کړی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د سې‌شنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۷) خبریالانو ته وویل هدفي وژنې د هغو تروریستي اقداماتو یوه برخه ده چې طالبان یې په دې وروستیو کې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه افغان ځواکونو د طالبانو د ډلې پورې تړلي یو شمیر کسان نیولي چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود.

طارق ارین وویل: "د دوی همکاران هم چې ورسره په تماس کې دي، زموږ تر تعقیب لاندې دي او ژر به ونیول شي او یا وځپل شي".

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو د منسوبینو د وژل کېدو پېښې په کابل او ولایتونو په ځانګړې توګه د کابل په شمال کې زیاتې شوې دي. په وروستۍ پېښه کې تیره شپه دوه نظامي منسوبین په کابل کې ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د کابل پولیس وايي چې پېښه د ښار د پنځمې ناحیې د کمپنۍ په سیمه کې شوې او په اړه یې جدي څیړنې پیل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG