د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په ډیورند کرښه د پاکستان د پوځ له خوا د کتارو نصبولو مخه نیولې 


په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت ویاند ویلي چې طالب جنګیالیو د ډیورند په کرښه د پاکستان د پوځ له لورې د کتارو او موانعو د جوړولو مخنیوی کړی دی.

د کابل د اعتراضونو سره سره چې د بریتانیا د زمانې څخه راپاتې د ډیورند کرښه په رسمیت نه پیژني، پاکستان ددې کرښې د شاوخوا ۲۶۰۰کیلومتره سرحد زیاته برخه باندې کتارې او موانع لګولي دي؛ هغه کرښې چې کورنۍ او قومونه یې سره جلا کړي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) وویل چې د طالبانو ځواکونو د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مخه ونیوله چې په وینا یي د ننګرهار ولایت سره په پوله یې «غیرقانوني» سرحدي کتارې لګولې.

هغه وویل چې اوس هر څه عادي حالت ته راګرځیدلي دي. د پاکستان پوځ د تبصرې لپاره د رویترز اژانس غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.

هغه ویدیو چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې ښیي چې طالب جنګیالیو د اغزن سیمونو کړۍ نیولي او یو لوړپوړی طالب چارواکی پاکستاني عسکرو ته چې په تاڼو کې راټول شوي خبرداری ورکوي چې په پوله د کتارو له لګولو ډډه وکړي.

د رویترز اژانس دغه ویدیو په خپلواکه توګه تائید نه کړای شوه. د طالبانو یو ویاند بلال کریمي ویلي چې دوی دغه پیښه څیړي.

دوو طالب چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي چې طالبان او پاکستاني ځواکونه ددغې سرحدي پیښې په خاطر سره مخامخ شوي او حالات خطرناک دي. دوی زیاته کړې چې د پیښې وروسته د پاکستان له اخوا څخه د کونړ په ولایت هم د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي. دا نده څرګنده شوې چې د ننګرهار او کونړ پیښې سره تړاو لري او که نه، خو چارواکو ویلي چې د افغانستان د پوځ هیلیکوپترې د سیمې د ګزمې پر وخت لیدل شوي.

د ډیورند په کرښه موانع ایجادول د افغانستان د بځواني حکومت او اسلام آباد تر منځ د ترخو اړیکو یو له دلیلونو څخه و. دغه نوې پیښه ښي چې دا موضوړع د اسلام آباد سره د نژدې اړیکو درلودلو سره سره د طالبالنو لپاره هم مهمه ده.

بهرنیو حکومتونو تل دا ادعا کړې د افغان حکومت او لویدیځو ځواکونو په وړاندې په جګړه کې پاکستان د طالبانو د یاغي ډلې ملاتړ کړی دی، هغه ادعا چې پاکستان تل رد کړې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې د ډیورند د کرښې په ۹۰سرحد یې کتارې لګولي دي. دغه سرحدي پیښه پداسې حال شوې وه چې د پاکستان په کوربتوب په اسلام آباد کې د افغانستان په هکله د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان غونډه روانه وه.

XS
SM
MD
LG