د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال


خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال
خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال

په افغانستان کې د نړیوالو قواوو مشري نن یوه نوي امریکايي جنرال په غاړه واخیسته. جنرال جان الن د جنرال پیټریس پر ځای مقرر شو.

پیټریس دا یو کال وشو چې په افغانستان کې د قواوو مشر و او اوس به د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي آی اې مشر وي.

په افغانستان کې د آیساف لپاره نوی قومندان په داسې حال کې په کار پیل کوي چې له ټاکلې پلان سره سم تیره اوونۍ له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر پیل شو.

خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال
خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال

د امریکا جمهور رییس تیره میاشت په افغانستان کې د خپل ملک د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو پیل اعلان کړ. اوباما وویل چې د ۲۰۱۲م کال تر پایه پورې به ۳۳ زره عسکر له افغانستان څخه راوځي.

بارک اوباما وویل، له هغه وروسته به امریکايي قواوې له افغانستان نه په تدریجي ډول وتلو ته ادامه ورکړي. تر ۲۰۱۴م کال‌ پورې به د انتقال پروسه پای ته ورسیږي. او افغانان به خپل د امنیت په خپل لاس کې واخلي.

اووه داسې ولایتونه او لوی ښارونه وار له مخې اعلان شوي چې د امنیت مسولیت به یې په لومړي سر کې افغان قواوو ته سپارل کیږي. پدې کې د لښکرګاه، مهترلام، مزارشریف اوهرات ښارونه او د بدخشان، بامیان او کابل ولایتونه شامل دي. د بامیانو د ولایت د امنیت مسولیت تیره اونۍ افغانانو ته وسپارل شو.

دا وخت تقریبا ۱۰۰ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې خدمت کوي.

د اوباما له اعلان وروسته د برتانیې، فرانسې او جرمني هیوادونو چې په افغانستان کې یې په زرګونو عسکر دیره دي، اعلان وکړ چې په همدې جریان کې به دوی هم خپل عسکر له افغانستان څخه باسي.

خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال
خبرې اترې: افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال

کاناډایي قواوو څو ورځې مخکې په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورساوه. دوی د کندهار ولایت د آیساف قومانده امریکايي عسکرو ته وسپارله.

د واشنګټن حکومت له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو د علان پر وخت دا هم وویل چې، په افغانستان کې له سیاسي جوړ جاړي پرته جګړه پای ته نه رسیږي ځکه نو د افغانانو په مشرئ د روغې جوړې د بهیر ملاتړ کوي او د له هغو طالبانو سره خبرې مني چې غواړي له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي، تشدد پریږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

یو کال مخکې، د پیټریس له مقررېدلو سره په یوه وخت کې، افغانستان ته په زرګونو لیږل شوي تازه دمو امریکايي عسکرو د حکومت د وسله والو مخالفینو خلاف عملیات پیل شول. دغو قواوو په ځانګړي ډول د ملک په جنوب لویدیځه برخه کې یو شمیر سیمې له خپلو مخالفینو څخه ونیولې.

خو سیاسي کتونکي اوس دغه لاسته راوړنې په خطر کې ویني او وايي که له افغانستان څخه ځینې عسکر ووځي نو پاتې به په خطر کې ولویږي. ځینې وايي، افغان قواوې لا تر اوسه ددې وړتیا نلري چې په یوازې ځان د ملک امنیت ونیسي.

همدا مسله د خبرو اترو په پروګرام کې څیړل شوې ده. په بحث کې راسره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څخه جنرال عزیز وردک او د دفاع د وزارت پخوانی منصبدار ډګروال تاج محمد فراه وال برخه لري.

د پروګرام په لړ کې اوریدونکو هم خپل نظرونه ویلي دي.

XS
SM
MD
LG