د لاس رسي وړ اتصالات

که ګاونډي همکاري ونکړي، د سولې هیله نشته: حامد کرزی


که ګاونډي همکاري ونکړي، د سولې هیله نشته: حامد کرزی
که ګاونډي همکاري ونکړي، د سولې هیله نشته: حامد کرزی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړی چې د تروریستي ډلوسره د ګاونډیانود مرستی نه پرته، دده په هیواد کی د سولی د راتلو تمه نه شی کیدی.

ښاغلي کرزي په پاکستان غږ وکړ چه دده د ملک سره دې مرسته وکړي چې د طالبانو د مشرتابه سره ، چې دی وایی په پاکستان کی دیره دی، وغږیږی

ښاغلي کرزي نن ، د چارشنبې په ورځ په ترکیه کی د نړیوال کنفرانس ګډون کوونکو دیپلوماتانو ته وویل دغه شبکئ لا هم د افغانستان امنیت ته غټ خطرپیښوي.

ښاغلي کرزي وویل دا تروریستی ډلې چې په افغانستان کی بی رحمانه تباهی کوی ، دده د ملک نه بهر د پټیدو ځایونه لری.

د افغانستان ولسمشر د کوم شلو هیوادونو نمایندګانو او په استانبول کی د خیریه مرستو د ادارو د غړو سره په یو ورځني عالی غونډه کی زیاتره خبری ، په دی باره کی وی چې ددی ملک نه د خارجي قواوو د وتلو نه وروسته ، په راتلونکو کالونو کی د افغانستان د امنیتی اواقتصادی چاروغم وخوړل شی.

ښاغلي کرزي ددې تبصرو نه یوه ورځ مخکې د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداري سره غونډه وکړه او په دی وغږیدل چه په ګډه د افغانستان د سولی د عالی شورا د ریس برهان الدین ربانی د قتل تحقیق وکړی.

ښاغلي کرزي تل د پاکستان نه غوښتی دی چه د جګړه مارانو په ضد نوراقدامات وکړی.

امریکایی اوافغان مامورین په اسلام اباد تورلګوی چه د یاغیانو ته ځای ورکوی او ملاتړ یی کوی او په دی یاغی ډلو کی د حقانی شبکه ده چه د ربانی د قتل ملامتی ورباندی اچول شویده . خو د پاکستان حکومت دا ادعا سخته ردوی.

XS
SM
MD
LG