د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې اعتراض کوونکو میرمنو د طالبانو د زندانونو د څار غوښتنه وکړه


دې میرمنو د ځینو فعالانود خوشې کیدو غوښتنه هم وکړه چې طالبانو بندیان کړیدي.
دې میرمنو د ځینو فعالانود خوشې کیدو غوښتنه هم وکړه چې طالبانو بندیان کړیدي.

په کابل کې یو شمیر اعتراض کوونکو میرمنو د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو په ناوړه وضعیت د انتقاد تر څنګ د نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د زندانونو د څار غوښتنه کړې.

دا میرمنې چې د (شنبه های ارغوان) خوځښت غړې دي د کابل د یو نا څرګند ځای څخه یې ویلي چې د طالبانو په حاکمیت کې د افغانستان اوسیدونکي هیڅ ډول خوندیتوب نلري.

د میرمنو دې ډلې په اعلامیې کې ویلي، " طالبان ځانته دا حق ورکوي چې د هیواد وګړي په بیلا بیلو پلمو سپک کړي، وې رټي، وې نیسي، شکنجه او آن وې وژني".

د میرمنو په اعلامیې کې راغلي، "د ارغوان شنبه ها معلومات او د هشت صبح ورځپاڼې په ګډون د ځینو مطبوعاتي ادارو په تحقیقاتي راپورونو کې څرګنده شوې چې د بندیانو او په ځانګړې توګه د ښځینه بندیانو حالت د تاصف وړ دی او دا چې زندانیان نه یوازې عادلانه محاکمه کیدو ته لاسرسی نلري بلکې جنسي تیری پرې کیږي او د غیر انساني شکنجې سره هم مخ دي".

دغو میرمنو همدارنګه د یو شمیر فعالینو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه چې طالبانو بندیان کړیدي.

د دې میرمنو د ډلې څخه یوې یې پدې هکله وویل، "مونږ د ملي او نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د زندانونو د څار غوښتنه کوو او د نړیوالې ټولنې او افغان ولس څخه غواړو چې د طالبانو د زندانونو څخه د استاد رسول پارسي او مطیع الله ویسا د خوشې کولو لپاره جدي فشار راوړي".

طالبانو په افغانستان کې د بیا واک تر لاسه کولو راهیسې یو شمیر ښوونکي، مدني فعالان، د بشري حقونو، میرمنو حقونو فعالان او خبریالان نیولي او بندیان کړیدي.

دا میرمنې داسې مهال د طالبانو د زندانونو د څار او مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله پخپل تازه راپور کې پدې هیواد کې د بشري حقونو سرغړاونو په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اوسني واکمنان د خپلو مخالفینو غږونه غلي کوي.

XS
SM
MD
LG