د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ښځو دفوټبال لوبډله بېرته نړیوالو سیالیو ته ستنه شوې

د افغانستان د ښځو فوټبال ټیم چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته یې فعالیت درېدلی و او ډېری غړې یې له هېواده وتلو ته اړ شوې وې، د فیفا له رسمي اجازې وروسته یو ځل بیا په نړیوالې سیالۍ کې برخه واخیستله.

دغه ټیم د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلنډ په آکلنډ ښار کې د کوک ټاپوګانو د ټیم پر وړاندې میدان ته دننه شو او په یوه ګول سره یې د صفر په مقابل کې ماتې وخوړه. خو په رسمي سیالیو کې د افغان لوبغاړو بېرته حضور د ښځو د فوټبال د بیا راژوندي کېدو په لور یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان فوټبالرانې اړې شوې چې ځانونه پټ وساتي او وروسته له هېواده ووځي. طالبانو د ښځو ټول ورزشي فعالیتونه بند کړل او د ښځو ملي فوټبال ټیم په عملي ډول د افغانستان له رسمي سپورتي جوړښت څخه حذف شو.

د ټیم ډېرۍ لوبغاړې اوس په آسترالیا کې مېشتې دي او ځینې نورې بیا په اروپا او شمالي امریکا کې ژوند کوي. هغوی هلته د خپلو ورزشي فعالیتونو د دوام لپاره هڅې کړې او په آسترالیا کې یې د "افغان متحدو میرمنو" په نوم یو پروګرام جوړ کړ چې په ترڅ کې یې تمریناتو او سیالیو ته دوام ورکړی دی.

د روان کال په اپریل میاشت کې فیفا یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړ چې له مخې یې افغان ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورکړل شوه د "افغان متحدو میرمنو" په نوم په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي. لوبغاړو دا پرېکړه د افغان ښځو د فوټبال د بیا رغونې لپاره تاریخي ګام بللی دی.

د دې ټیم منځمهاله لوبغاړې مونا امیني وايي، د فیفا د تأیید خبر د دوی د ورزشي ژوند له تر ټولو مهمو شېبو څخه و.

هغه وايي: «دا د څلورو تر پنځو کلونو د هڅو او مقاومت نتیجه ده، د هغو لوبغاړو چې له وطنه لرې هم د افغانستان د استازیتوب خوب یې پرېنښود.»

د افغانستان ښځینه لوبغاړو تر دې وړاندې هم په دوستانه سیالیو کې برخه اخیستې وه او د لیبیا ټیم ته یې ماتې ورکړې وه. دا هغه سیالي وه چې د څو کلونو وروسته یې د افغانستان ملي سرود اورېدو فرصت هم برابر کړی.

د ټیم غړې فاطمې یوسفي، چې په ملبورن کې اوسېږي، ویلي له افغانستان څخه یوازې د یوه کمکي بکس سره وتلې وه او لومړنی هدف یې د خپل ژوند ژغورل وو.

هغه زیاتوي: «کله چې آسترالیا ته ورسېدو، داسې احساس مو کاوه چې هر څه مو له لاسه ورکړي دي؛ کورنۍ، د ماشومتوب خاطرې او حتی ملي ټیم. نو لدې کبله بیا نړیوالو سیالیو ته راستنېدل زموږ لپاره ډېر مهم دي.»

یوسفي ټینګار کوي چې زیات شمیر لوبغاړو د امنیتي ګواښونو، ټولنیزو محدودیتونو او کلتوري فشارونو سره سره کلونه هڅه کړې چې ملي ټیم ته ورسېږي، او اوس غواړي د هغو ښځو او نجونو غږ شي چې په افغانستان کې له زده‌کړو، ورزش او ټولنیز ګډون څخه محرومې دي.

مونا امیني هم وايي چې د افغانستان د ښځو اوسني وضعیت دوي ته لا ډېر انګېزه ورکړې ده.
هغه زیاتوي: «موږ هڅه کوو د هغو ښځو او نجونو استازیتوب وکړو چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي، او هیله لرو چې په راتلونکې کې د افغان ښځو د فوټبال نوی نسل رامنځته شي.»

د افغانستان د ښځو فوټبال ټیم خپله وروستۍ رسمي سیالي په ۲۰۱۸ کال کې ترسره کړې وه او اوس له کلونو ځنډ وروسته د فیفا په ملاتړ او په نوي جوړښت سره بېرته نړیوالو سیالیو ته راستون شوی دی.

لوبغاړي باور لري چې د دوی بېرته میدان ته راتګ یوازې یو ورزشي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د افغانستان د ښځو د زده‌کړې، ورزش او مساوي ګډون د حق ملاتړ ته یو پیغام هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG