د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې ته د طالبانو د پلاوي د سفر غندنه او محتاطانه خوشبیني 


معترضې افغانې مېرمنې
معترضې افغانې مېرمنې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی ناروې ته تللی دی چې پر وړاندې یې افغانو مدني فعالانو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

دغه پلاوي د بندو دروازو تر شا د لویدیځو هېوادونو له استازو سره خبرې کړې دي چې پوره جزیات یې لا نه دي خپاره شوي.

ښاغلي متقي له ناروې څخه مننه وکړه چې دا فرصت یې ورته برابر کړ چې له نړۍ سره خبرو ته کیني. هغه خبریالانو ته وویل چې له دا ډول غونډو دوی له افغانستان سره د بشري، تعلیمي او روغتیا په برخو کې مرستې ترلاسه کولای شي.

د طالبانو پلاوي همدغه راز هلته د مدني ټولنو له یو شمېر استازو سره هم لیدلي دي. یو شمېر افغانان چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د دغې ډلې له ګواښونو او سختو قوانینو سره مخامخ دي، په ناروې انتقاد کوي چې ولې یې طالبان بللي دي.

د ښځو د حقونو فعالې وحیده امیري چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې د ښځو د حقونو او ازادۍ په ګڼو مظاهرو کې برخه اخیستې ده، ناروې ته د طالبانو د پلاوي سفر غندلی.

نوموړې د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «متاسفانه چې ناروې غوندې هېواد دا ډول غونډې او له ترهګرو سره ملاقاتونه کوي. نړۍ ته شرم په کار دی چې دا یې منلي او طالبانو ته یې خپلې دروازې پرانیستلې دي.»

د اوسلو له غونډې سره همهاله په کابل، بامیان او بلخ کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه خپاره کړي چې په خپلو کورونو کې دننه یې د ناروې د غونډې په ضد اعتراض کړی دی. دوی وايي ویره لري او د باندې اعتراض نشي کولې.

همداسې یوې معترضې د فرانسې اژانس ته وویل: «ناروې هغه جنایتکاران او ترهګر وربللي چې د ښځو او بشر حقونو ته هېڅ درناوی نلري... هغوی [طالبان] د ښځو او بشر په ضد دي او د بیان ازادۍ ته درناوی نلري.»

په بامیان کې یوې بلې فعالې ویلي دي اندېښمنې دي چې په «اوسلو کې د بندو دروازو تر شا یې په حقونو معامله» ونشي.

ناروې ته د طالبانو په تللي پلاوي کې انس حقاني هم شامل دی. د حقاني شبکه په افغانستان کې په خونړیو بریدونو کې دخیله بلل کېږي.

په ناروې کې یو شمېر افغانان تر نورو زیات د ښاغلي حقاني په سفر انتقادونه کړي دي. په ناروې کې مېشت یو افغان په لویو «جرمونو کې د حقاني‌ د ښکېلتیا له کبله» پولیسو ته عریضه هم کړې ده.

سره له دې چې طالبانو ویلي د خپلې تېرې واکمنۍ ځینې کارونه او تېروتنې به نه تکراروي او د ښځو او بشر حقونو ته به درناوی کوي، خو یو شمېر کارپوهان او په خاص ډول د ښځو فعالان وايي چې د طالبانو په ژمنو باور نشي کېدای.

راپورونه وايي تېره اونۍ په کابل کې دوې فعالانې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل ورکې شوې دي. دوی د «اجباري حجاب» په ضد مظاهره کړې وه. طالبان وايي د دوی په نیولو کې لاس نلري او د یوناما مشرې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر څخه غوښتي چې د دغو ښځو ازادي دې تضمین کړي.

راپورونه وايي چې په ناروې کې له طالب پلاوي‌ په غونډه کې یوې افغانې فعالې هدا خاموش د نیول شویو افغان مېرمنو تصویرونه پورته کړل او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي څخه یې وغوښتل چې همدا اوس کابل ته زنګ ووهي او دا ښځې دې خوشې کړي. راپورونه وايي‌ چې ښاغلي متقي کابل ته زنګ وهلی دی.

خو ناروې ته د طالبانو د پلاوي یو غړي شفیع اعظم دا خبره رد کړه چې ګینې دا ښځې دې طالبانو نیولې وې. هغه وویل چې ځینې کسان دا ډول کارونه په بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره کوي.

د ښځو محتاطانه خوشبیني

په ناروې کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو له طالب پلاوي سره په ملاقات کې په کابل کې د نیول شویو ښځو د سملاسې پرېښودو غوښتنه کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله جمیله افغاني هم چې په یوه غونډه کې وه، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ دي چې طالبانو نیک نیت ښودلی دی او وکتل شي چې څه به کوي.

بله افغانه فعاله محبوبه سراج هم وايي چې طالب پلاوي د ښځو خبرو ته غوږ ونیوه. هغې وویل هیله ده چې دواړه خواوې یو بل درک کړي.

میرمن سراج وویل: «که طالبانو ښځو ته یوه خبره کوي‌ او په عمل کې بل کار کوي، باور به په بشپړ ډول ختم شي.» هغې وویل چې افغان مېرمنو خپلې غوښتنې په لیکلي ډول طالبانو ته وسپارلې.

طالبانو د اوسلو په غونډه کې د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه وکړه، خو داسې ښکاري‌ چې د نړۍ ځواکونه له طالبانو غواړي‌ تر هر څه مخکې دې د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG