د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د میدان وردګ ښاروالې ته د «زړورو ښځو» جایزه ورکوي


ظریفه غفاري د میدان وردګ ښارواله
ظریفه غفاري د میدان وردګ ښارواله

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د میدان وردګ ولایت ښارواله ظریفه غفاري د نړۍ د زړورو ښځو د جایزې ګټوونکې اعلان کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرو ۱۴ کلونو راپدېخوا د « IWOC» په نوم د زړورو ښځو جایزه د نړۍ په کچه هغه مېرمنو ته ورکوي چې د سولې عدالت، بشري حقوقو څخه د دفاع ،جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ظرفیت لوړلو په برخه کې هلې ځلې کړي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سږ کال هم د نړۍ په کچه ۱۲ مېرمنو ته د زړورو ښځو جایزه ورکول کیږي چې له افغانستان څخه د میدان وردګ ښارواله ظریفه غفاري هم پکې شامله ده.

ټاکل شوې نن چهارشنبه د مارچ ۴ (کب ١۴) د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او لومړۍ مېرمنې ملینا ټرمپ لخوا د زړورو ښځو په توګه اعلان شي.

مېرمن غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازاد رقابت له لارې د میدان وردګ ولایت د ښاروالۍ بست ته بریالۍ شوه.

اغلې غفاري یاد بست ته تربریالي کېدو وروسته پنځه میاشتې په کابل کې وه او ویلې وه چې د ځینو ستونزو له امله ورته د کار اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړې هغه مهال امریکا غږ ته ویلي و، له دې کبله چې ښځه ده، له کار سره یې مخالفتونه کیږي.

د امریکا د بهرنی چارو وزارت هم نن چهارشنبه د مارچ پر۴مه ویلي چې اغلې غفاري دندې ته تر ستنېدو وروسته د ځینو ګواښونو له امله دنده پرېښودل، خو د مرګ د ګواښونو او مخالفتونو سره سره بیا هم بېرته خپلې دندې ته ستنه شول.

یاد وزارت ویلي چې اغلې غفاري د هغې له کار سره د مخالفتونو سره سره په میدان ښار کې د «پاک ښار» زرغون ښار کمپاین عملي کړ چې دا د اغلې غفاري زړه ورتیا ښيي.

دغه وزارت ویلي:د اغلې غفاري زړورتیا یوازې د ټولنې نه بلکې د ټول هیواد مېرمنې هڅولي دي،د هغې زړه ورتیا د افغان مېرمنو د ځواکمنتیا سبب شوي دي.

۲۶ کلنې غفاري په هند کې د اقتصاد لیسانس او ماسټري کړې ده.

هغه د افغان ښځو د 'لاس نیوي او پرمختګ' په نوم یو خیریه بنسټ‌ هم لري، په میدان وردګ ولایت کې یي د 'پیغله اف.ایم' په نوم یوه راډیو هم جوړه کړې.

XS
SM
MD
LG