د لاس رسي وړ اتصالات

یوه افغان مهاجره چې پوځي پیلوټه شوه


د افغانستان د ١٩٥ زره ییز پوځ په لیکو کې شاوخوا ۱۸۰۰ ښځې خدمت کوي
د افغانستان د ١٩٥ زره ییز پوځ په لیکو کې شاوخوا ۱۸۰۰ ښځې خدمت کوي

تورنه صفیه فیروزي چې اوس د افغانستان د هوایي پوځ د ترانسپورتي الوتکو پیلوټه ده، د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې د ښځو د زیات شتون لپاره د هڅو د نتیجو یوه بیلگه ده.

٢٦ کلنې فیروزي او میړه یې چې هغه هم پیلوټ دی، د افغانستان د هوایي پوځ په کوچني ترکیب کې د طالبانو د یاغیگرۍ پر ضد جگړه کې مهم رول لوبولی دی.

په تیره یوه نیمه لسزه کې د دوهمې افغان پیلوټې په توگه میرمن فیروزي د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي "کله چې پوځي یونیفورم اغوندم، رښتیا، رښتیا چې د یوې ښځې په توگه د ویاړ احساس کوم".

د امریکا پر مشرۍ د یرغل په نتیجه کې د طالبانو د رژیم له پرځیدو څخه نژدې ١٦ کاله وروسته افغان میرمنو په مختلفو ټولنیزو برخو کې، د پارلمان له وکالت نه نیولی په مهمو دولتي پوستونو باندې تر گمارلو پورې مهم گامونه پورته کړي دي.

خو لا هم د افغانستان په سنتي ټولنه کې د مقاومتونو په دلیل په یو شمیر کورنیو کې دا ښه گڼل کیږي چې نجونې او ښځې په کورونو کې پاته شي او په ډیرو مواردو کې د تاوتریخوالي په گډون د پراخو ستونزو سره مخامخ کیږي.

په ۱۹۹۰کلونو کې د افغانستان د کورنۍ جگړې په ډیرو سختو شیبو کې کله چې صفیه کوچنۍ ماشومه وه د هغې کورنۍ پاکستان ته مهاجره شوه او د طالبالنو د رژیم له پرځیدو وروسته بیرته افغانستان ته راستنه شوه.

صفیې فیروزي د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې په لیسه کې د زده کړو پر وخت یې د هیواد په وسله والو ځواکونو کې د افغان میرمنو د جلب او جذب په هکله یو تلویزیوني اعلان ولید او دې اعلان هغه دې کار ته وهڅوله. هغې په پوځي اکاډمۍ کې نوم ولیکه او له هغه ځایه د مخابرې د منصبدارې په توگه فارغه شوه.

کله چې فیروزي په هوایي پوځ کې د ښځو د شمولیت نه خبره شوه، د ١٢ نورو نجونو او ښځو سره یوځای یې په دې ځواکونو کې د جذب کیدو لپاره غوښتنلیک ورکړ. ددې ډلې څخه یواځې صفیې وکړای شول چې مقدماتي ازمیښتونه په بري سره ترسره کړي او په زده کړو پیل وکړي، تر دې چې په ٢٠١٥ کال کې پیلوټه شوه.

د هرات په لور د پرواز پر وخت، صفیه د بل پیلوټ محمد جواد نجفي سره آشنا شوه او وروسته یې له هغې سره واده وکړ. دغو دواړه دوه کاله وړاندې واده کړی او اوس اته میاشتنۍ لور لري.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې یواځې دوه ښځینه پیلوټې – صفیه فیروزي او نیلوفر رحماني – توانیدلي دي چې د پوځي پیلوټانو په توگه ځای خپل کړي، خو اوس پنځه نورې میرمنې هم د پیلوټۍ پر زده کړو بوختې دي.

نیلوفر رحماني په تیرو ٣٠ کلونو کې لومړنۍ افغانه پوځي پیلوټه ده
نیلوفر رحماني په تیرو ٣٠ کلونو کې لومړنۍ افغانه پوځي پیلوټه ده

په ۲۰۱۳ کال کې نیلوفر رحماني په تیرو ٣٠ کلونو کې د لومړنۍ پوځي پیلوټې په توگه د افغانستان د هوایي پوځ الوتکه والوزوله. هغه اوس د امریکا په متحده ایالاتو کې د سترو C-130 پوځي ترانسپورتي الوتکو د پیلوټۍ زده کړې کوي.

میرمن پیروزي نورو افغان میرمنو ته د الهام کیدو په هیله د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل "د یوې ښځې په توگه تاسې د زیاتو چلنجونو سره مخامخ کیږئ، خو هر څنگه چې کیږي ټولو دغو ستونزو ته باید اوږده ورکړئ".

د هغو شمیرو له مخې چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش اسوشیتدپرس ته وړاندي کړي همدا اوس د افغانستان د ١٩٥ زره پوځ په لیکو کې شاوخوا ۱۸۰۰ ښځې خدمت کوي.

د افغانستان کوچني هوایي پوځ ته چې یواځې ۱۰۰ مختلفې نه چندان پرمختللی الوتکې لري، په تیرو ١٥ کلونو کې لږه توجه شوی ده. خو ناټو او د امریکا متحده ایالاتو د ٢٠١٥ کال راهیسې د زده کړو او تجهیزاتو په زیاتولو سره هڅه کړې چې د افغانستان هوایي پوځ هم پیاوړی شي.

د کمو امکاناتو سره سره د افغانستان هوایي پوځ په تیرو څو کلونو کې په ځانگړې توگه په روان کال کې نه یواځې د دولت د مخالفو وسله والو یاغیانو پر وړاندې جنگي عملیات کړي، بلکه د سیلاب او نورو طبیعي پیښو ځپلو وگړو ته یې د مرستو د رسولو ماموریتونه هم ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG