د لاس رسي وړ اتصالات

د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیلیدو د کابل او اسلام اباد موافقه


د څلوراړخیزو غونډو وروستۍ یې تیرکال د ثور په ۲۹ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د څلوراړخیزو غونډو وروستۍ یې تیرکال د ثور په ۲۹ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف نن له غرمې وړاندې د قزاقستان په پایخت استانه کې د شانګهای د سرمشریزې په څنډو کې له یو اوږده ځنډ وروسته سره کتلي او د دواړو هیوادونو په اړیکو او په ځانګړي ډول د تروریزم سره د مبارزې په لارو چارو یې خبرې کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې کتنه کې جمهوررئیس غني او صدراعظم نواز شریف د تروریزم سره په مبارزه کې د ښې همغږۍ لپاره د امریکا او چین په ګډون د څلوراړخیزو غونډو په جوړولو هم سره موافقه کړې ده.

ښاغلي مرتضوي وویل " جمهوررئیس غني د هغو ډلو پر وړاندې د زیاتو اقداماتو د ترسره کولو په برخه کې چې د دواړ هیوادونو امنیت ګواښوي د پاکستان موافقه ترلاسه کړې او پریکړه وشوه چې افغانستان او پاکستان د تروریزم سره د مبارزې او د لازیاتې همغږۍ لپاره څلوراړخیزې غونډې چې چین او امریکا به هم په کې ګډون ولري جوړي کړي".

افغانستان او پاکستان د امریکا او چین د استازو په ګډون له دې وړاندې هم پنځه څلوراړخیزې غونډې په کابل او اسلام اباد کې جوړې کړي دي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور د فضا د نه شتون له امله څه باندې یو کال وړاندې د دغو غونډو لړۍ وشلیدله.

د څلوراړخیزو غونډو وروستۍ یې د ثورپه ۲۹ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، چې افغان حکومت ورته له کابل څخه پلاوی نه وو استولی او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د جمهوررئیس غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال په کې ګډون کړی وو.

ښاغلی مرتضوي وايي، پاکستان صدراعظم، د جمهوررئیس غني سره د جمعې د ورځې په کتنه کې د هغو ډلو پر وړاندې د اقداماتو ژمنه هم کړې چې د سولې بهیر سره یوځای کیدل نه غواړي.

پاکستاني رسنیو هم د جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف ترمنځ د جمعې د ورځې کتنه تائید کړې او ویلي دي چې دواړو مشرانو د شانګهای د سرمشریزې د غونډې د پیل وړاندې سره لیدلي دي.

دا کتنه په داسې حال کې شوې چې د دواړو هیوادونواړیکې ډیرې ښې نه دي .

د صدراعظم نوازشریف سره د جمهوررئیس محمد اشرف غني د دې کتنې وړاندې د افغانستان جمهوررئیس د چین له جمهوررئیس شي جین پینګ سره هم د پنجشنبې په ورځ کتلي وو.

د شانګهای سازمان سرمشریزې غونډه نن د قزاقستان پایتخت استانه کې پیل شوې ده.

افغانستان په دغې ټولنه کې د څارونکي هیواد په توګه برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG