د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د یوې ورځې ملي ماتم اعلان کړ


نن به په افغانستان کې او له دغه هیواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د دغه هیواد ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
نن به په افغانستان کې او له دغه هیواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د دغه هیواد ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.

افغان حکومت، په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې په وروستیو تروریستي بریدونو کې د وژل شوو او ټپي شوو قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ د څرګندولو په خاطر نن د یکشنبې ورځ په دغه هیواد کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن به په افغانستان کې او له دغه هیواد څخه بهر د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د دغه هیواد بیرغ نیمه ځوړند وي.

همداشان افغان حکومت د کابل د تیرې ورځې د تروریستي برید د قربانیانو د کورنیو د لاس نیوي لپاره سبا د دوشنبې ورځ یوازې په کابل کې رخصتي اعلان کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي "همدارنګه به بل سبا یعنی د سه شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د عظیم الشان قران د ختم مراسم پرځای شي".

د کابل د تیرې ورځې په تروریستي برید کې، ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د برید ډیر قربانیان ملکي افغانان دي.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې د دغه ځانمرګي برید په ترڅ کې د کورنیو چارو د وزارت ۲۴۶ صاحب منصبانو او سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې دا برید د کندهار ولایت د یو اوسیدونکي له خوا شوی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا برید د حقاني شبکې کړی دی.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي، د دې برید په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وویل چې بریدګر غوښتل د کورنیو چارو د وزارت زړې ودانۍ سره نږدې د پرتو دفترونو له ډلې په یو دفتر برید ترسره کړي.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په دې سیمه کې د هند قونسلګري او د سولې د عالي شورا دفتر هم شته دی.

د افغان حکومت یوې سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه برید هدف په همدې سیمه کې د هند قونسلګري وه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي د دې برید په تړاو یې څلور تنه هم نیولي دي، لا هم پلټنې ورڅخه روانې دي.

ټاکل شوې نن ماسپښین د افغان حکومت د امنیتي ادارو لوړپوړې چارواکي د دې برید په تړاو خبریالانو ته نور معلومات هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG