د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: کندهار کې د طالبانو قومندان نیول شوی


ناټو: کندهار کې د طالبانو قومندان نیول شوی
ناټو: کندهار کې د طالبانو قومندان نیول شوی

ناټو وایي چې افغان او نړیوالو امنیتي قواوو پرون د یکشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې د طالبانو یو قوماندان او څو تنه نور یاغیان نیولي دي.

ناټو وایي د طالبانو دغه قوماندان په ایتلافي قواوو باندې د حملو د سنبالښت دنده په غاړه لرله او همدارنګه یې په جنګیالیو باندې توغندي، چاودیدونکي مواد او نورې وسلې ایشلې.

همدارنګه ناټو وایي چې عسکرو یې د افغانستان په یوې بلې سیمې کې د وسلو یوه ډیپو کشف کړیده.

د لوګر په ولایت کې هم د ناټو قواوو د تالاشۍ پر وخت ګڼ شمیر د راکټ مرمۍ، لاسي بمونه او د ځانمرګي بریدونو د لارښوونې ځیني پاڼې کشف کړیدي. ناټو وایي چې ګڼ شمیر یاغیان یې هم نیولي دي.

له بلې خوا ناټو وایي چې د افغان قواوو په ملتیا یې د هلمند ولایت په یوه مسجد کې د وسلو یوه ذخیره پیدا کړیده.

XS
SM
MD
LG