د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ځینې کسان له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي


افغان حکومت د شنبې په ورځ (اګست ۱۲) د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځله.
افغان حکومت د شنبې په ورځ (اګست ۱۲) د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یو شمیر کسان له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي، چې افغان ځوانان د ژبې، سمت او قوم په نومونو سره وویشي.

ښاغلي غني، چې د شنبې په ورځ (اګست ۱۲مه) د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي وویل، هغو کسانو ته باید په ټولنه کې ځای ورنکړل شي، چې د ځوانانو منځ کې نفاق اچوي او له هغوی څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.

ښاغلي غني ځوانانو ته په خطاب وویل "له هغو کسانو څخه چې غواړي تاسې وویشي، یوه دوه ډیرې ساده پوښتنې ترې وکړئ، چې له ویش څخه مو په دې څلویښتو کلونو کې څه نتیجه اخیستې، د څلویښتو کلونو د ویش ځواب ورکړئ".

ښاغلي غني زیاته کړه، چې ځوانان باید د ملي یووالي هدف ولري او د تعصب او اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.

ولسمشر غني ځوانان د افغانستان جوړونکي وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د بحران د ختمولو لپاره سره یو موټی شي.

ښاغلي غني دغه راز وویل، چې د خپل حکومت په شاوخوا درې کلنه موده کې یې، زیات تمرکز پر دې وو، چې په حکومتي ادارو کې زیاته ونډه ځوانانو ته ورکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو دغې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان د نفوس زیاته برخه له ۳۵ کلونو څخه کم عمره ځوانان جوړوي، چې د دغه هیواد د راتلونکي لپاره کار کوي.

ښاغلي یاماموتو وویل "ما له داسې ځوانانو سره لیدنې درلودلې، چې د تاوتریخوالي، جګړې او د قومي او مذهبي ویش په خلاف یې خپل غږونه پورته کړي دي. هغوی د افغانستان له ستونزو څخه ورهاخوا فکر کوي او د خپل هیواد پر راتلونکي باندې تمرکز لري".

هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د جګړو او ناامنیو له امله بې‌ځایه شویو ماشومانو او ځوانانو ته، چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، د ښوونې او روزنې په پروسې کې د شاملیدو زمینه برابره کړي.

په دې غونډه کې یو شمیر ځوانانو د افغانستان ولسمشر ته خپلې ستونزې واورولې.

دغو ځوانانو په افغانستان کې بې‌کاري د نورو ستونزو لکه، ناامني، اعتیاد، فحشا او جنايي جرمونو اصلي لامل وباله او له ولسمشر غني څخه یې وغوښتل، چې ځوانانو ته کار پراخه زمینه برابره کړي.

در بخش کاریابی برای جوانان، به گفته رئیس جمهور غنی، روی پروژه‌های بزرک کاریابی، کار صورت گرفته؛ اما در چنده هفته آینده، بسته‌های عاجل کاریابی را اعلام خواهند کرد.

ښاغلي غني ځوانانو ته وویل چې د کارموندنې په برخه کې پر لویو پروژو کار شوی، چې اوږدمهال کې به یې نتیجې ولیدل شي، خو زیاته یې کړه، چې په راتلونکو څو اونیو کې به په حکومتي ادارو کې د کار کولو نږدې ۱۴زره عاجل پوستونه اعلان شي.

خو ښاغلي غني ټینګار وکړ، تر هغې چې په افغانستان کې مشروع اقتصاد وده و نه کړي، د بې‌کارۍ ستونزه په بنسټیزه توګه نه حل کیږي.

XS
SM
MD
LG