د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: هالنډ افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه


له افغانستان سره په لوبه کې د هالنډ ټول لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې وسوځېدل.
له افغانستان سره په لوبه کې د هالنډ ټول لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې وسوځېدل.

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) هالنډ افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د هند په لکنو کې په دې لوبه کې، هالنډ د پچې له وګټلو وروسته د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۴۷ اورونو کې د یوازې ۱۷۹ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

په دې لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي محمد نبي د هالنډ درې لوبغاړي او نور احمد دوه لوبغاړي وسوځول. د هالنډ څلور لوبغاړي د منډي پر وخت (رن اوټ) وسوځېدل.

د هالنډ دپاره سیبرنډ اینجلبریچ تر نورو زیاتې ۵۸ منډې وکړې. میکس اوډوډ ۴۲ منډې، کولن اکرمن ۲۹ منډې وکړې او پاتې زیاتره لوبغاړي یې له لسو په کمو منډو وسوځېدل.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان اوومه لوبه ده. افغانستان د تیرو شپږو لوبو درې ګټلي دي.

هالنډ هم په روان جام کې تر اوسه شپږ لوبې کړي او دوه یې ګټلي دي.

د افغانستان او هالنډ تر منځ تر اوسه د ترسره شویو نهو نړیوالو ۵۰ اوریزو لوبو اووه افغانستان ګټلي دي.

د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (کپتان)، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، فضل الحق فاروقي.

د هالنډ لوبډله: میکس اوډوډ، ویسلي بارسي، کولن اکرمن، سیبرنډ اینجلبریچ، سکاټ اډوارډز (کپتان)، باس ډی لیډ، ثاقب ذوالفقار، لوګان وان بیک، رویلوف وان دیر میرو، ارین دت، پال وان میکرین.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG