د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر: چېن دې افغانستان ته ډاکټران ولېږي


افغانستان له چین څخه د ډاکټرانو د لېږلو تقاضا کړې ده. په بیجینګ کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم له امریکا غږ سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي چې چينايي چارواکي د کابل پر غوښتنې غور کوي.

د کروناوېروس د چین له وهان څخه نړۍ ته خپره شوه او اوسمهال د افغانستان په شمول د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو کې خلک پر دغه وېروس اخته شوي دي.

د افغان سفیر وایې چې چین د مصنوعي ساه اخېستلو له ماشینونو پرته، افغانستان ته زیات طبي وسایل وسایل لېږلي دي.

د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۰۰۰ ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې، د یکشنبې تر سهاره [اپریل ۱۹]شاخوا ۲،۳ مېلیونه خلک په کروناوېروس اخته شوي دي.

په چین کې د افغانستان سفیر د مرکې په پیل کې د کروناویروس د معلوماتو د پټ ساتلو په اړه پر چینایانو د نړېوالې ټولنې پر نیوکو تبصره کړې ده.

په چین کې د افغانستان له سفیر سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:55 0:00

XS
SM
MD
LG