د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته د بلینکن د سفر یوه مهمه موضوع افغانستان دی


د واشنګټڼ او نوي ډهلي ترمنځ د مخ په ودې مشارکت د غښتلي کولو د بحث تر څنګ تمه ده چې د افغانستان وضعیت هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د سفر له اساسي موضوعاتو څخه وي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ښاغلي بلینکن سره د بحث په موضوعاتو کې د افغانستان د وضعیت په ګډون د سیمې، نړۍ او د کروناویروس ضد مبارزې باندې تمرکز کیږي. ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن د چهارشنبې په ورځ د هند له صدراعظم سره وګوري.

د هندي څیړونکو په وینا د افغانستان په هکله بحث؛ چیرته چې طالبان د پرمختګ او امریکایي او ناټو ځواکونه د وتلو په حال کې دي، د هندي مقاماتو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ د بحث عمده موضوع وي.

امریکایي مقاماتو هم ویلي دي چې پدې سفر کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامینولو کې د هند مرسته وغواړي.

د مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معینیت سرپرست دین تامسن، خبریالانو ته وویل: "تمه لرو چې د سیمې ټول هیوادونه د یو باثباته او مصون افغانستان د پرمختګ لپاره ګډه علاقه ولري، حتماً به ددې کار د څرنګوالي په اړه د خپلو هندي شریکانو سره خبرې وکړو."

هند پدې وروستیو اونیو کې په ځانګړې توګه د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر د پیل وروسته په افغانستان کې د دوو لسیزو د پرمختګونو په ساتنې ټینګار کړی دی.

کارپوهان پدې باور دي چې په افغانستان کې موجود وضعیت د هند د اندیښنې وړ دی او نوی ډهلی ویره لري چې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره سخت دریځو او اسلامپالو ډلو ته ددې زمینه برابریږي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې بریدونه وکړي.

په نوي ډهلي کې د ابزرور تحقیقاتي مرکز د ستراتیژیکو څیړنو د پروګرام رئیس هارش پانت امریکاغږ ته وویل: "هند غواړي پوه شي چې متحده ایالات د افغانستان نه د ځواکونو د وتلو وروسته څه ډول رول لوبوي او همداشان دا چې د نړۍ هیوادونه څنګه کولای شي پداسې سختو شرایطو کې د افغانستان سره مرسته وکړي. هند به وضاحت وغواړي چې امریکا دغه ماموریت په څه توګه پرمخ بیایي."

شاوخوا دوه اونۍ دمخه د هند د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته د سفر په وخت د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او پدې هیواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو د غوښتنې په ترڅ کې یې وویل چې د افغانستان وضعیت د سیمې په امنیت مستقیم اغیز لري.

XS
SM
MD
LG