د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د امریکا په هغه کلیسا اعتراض کوي چې د قران کریم د سوزولو پلان لري


نن د کابل یو جومات مخی ته مظاهره کونکو په دی خبره د احتجاج په وخت د امریکا په ضد شعارونه ورکول او وی یی چی مرگ دی پر امریکا.

نن په کابل کی په سلهاو کسان سړکونو ته راوتلی وو او د امریکا د هغی کلیسا په ضد یی احتجاج کاوه چی ویل کېږي، دغه کلیسا به د سپتمبر په یولسمه، د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قران پاک نسخو ته اور ورته کوی.

د امریکا د فلوریډا ایالت د یوی کلیسا مشران وایی چی دوی به د سپتمبر په یولسمه په امریکا کې د ترورستی حملو د کلیزی د نمانځلو پر وخت، د قران پاک نسخو ته اور ورته کړی.

له بلی خوانه، په کابل کی د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کی ویلی چی د امریکا حکومت به په هېڅ صورت چا ته اجازه ورنکړی چی د اسلام په ضد کومه بی احترامی وکړی. او په دی خبره امریکا ډیره اندیښمنه ده چی ځنیی کسان له کسته، د یوې قومی ډلی یا مذهب د بی احترامۍ کولو قصدی اراده لری.

XS
SM
MD
LG