د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات او جلال اباد د ښاروالانو دندې وځنډول شوې


حمیدالله افغان او فرهاد نیایش د جلال اباد او هرات ښاروالان وو
حمیدالله افغان او فرهاد نیایش د جلال اباد او هرات ښاروالان وو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار او هرات ولایتونو د ښاروالانو دندې وځنډولې.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې ډېرو خلکو د هرات د ښاروال فرهاد نیایش او د جلال اباد د ښاروال حمید الله افغان په اړه شکایتونه کړي وو او یو پلاوي دا شکایتونه وڅيړل.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده امریکا غږ اشنا ته وویل چې پلاوي ولسمشر ته د خپلو تحقیقاتو نتیجه وسپارله او ولسمشر دواړه ښاروالان کابل ته ور وبلل.

میرمن یوسفزاده وویل چې له ډېرو نورو ښاروالانو څخه هم خلکو شکایتونه کړي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به په جدي ډول دا شکایتونه اوري.

خبریالان وايي چې دغو دواړو ښاروالانو د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ولسمشر غني ته کمپاین کاوه او له بري وروسته ولسمشر غني په دندو وګمارل. د فساد پر ضد ځينې نړیوالې ادارې د افغانستان ښاروالۍ مفسدې ګڼې.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې مسول سید اکرام افضلي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دوی تحقیقات ښيي چې ښاروالۍ د فساد په درجه بندیو کې په پنځمه درجه کې راځي.

ښاغلي افضلي وویل چې په افغانستان کې ښاروالۍ د ځمکو په غصب، د ناقانونه ښارکوټیو په جوړولو او د پروژو په راکړې ورکړې کې لوی لاس لري خو خلکو ته په خدمت کې بیا کمزورې دي.

د هرات او جلال اباد د ښاروالانو دندې داسې مهال ځنډول کیږي چې همدا څو اونۍ مخکې د کابل ښاروالۍ اعلان وکړ چې ۱۵۰ کارکوونکي یې د فساد په تور عدلي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

XS
SM
MD
LG