د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن په کابل کې خبر ورکړ چې د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې یې د کوکنارو د کر په اړه سروې کړې چې له مخې یې د تیر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې له لسو نه تر ۱۵ فیصده کم کوکنار کرل شوي دي.
د وزارت سلا کار انجینیر ذبیحالله دایم امریکا غږ ته وویل، تر ټولو زیات کموالی د افغانستان په ناامنه او له کوکنارو ډک ولایت هلمند کې لیدل شوی دی.
د ښاغلي دایم په وینا یواځې په هلمند ولایت کې چې د افغانستان په کچه پکې له نیمايي زیات کوکنار کرل کیږي، سږکال ۱۶ سلنه کم کوکنار کرل شوي دي.
ښاغلي دایم وویل"د کښت په پروسه کې ښکاري چې سږکال لس تر پنځه لس فیصده په دې اتهویشت ولایتونو کې د کښت کموالی راغلی دی، تقریباُ یواځې په هملند ولایت کې شپاړلس فیصده کموالی راغلی دی، تیر کال تقریباً یو لک او درې زره هکتاره کوکنار کرل شوي وو په هلمند ولایت کې، سږکال تقریباً شپږ اتیا زره هکتاره کوکنار کرل شوي دي، دا سروې ښيي چې د تیر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې کښت او تولید کم شوی دی."
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په هلمند ولایت کې د کوکنارو په کر کې کموالی، په دغه ولایت کې د کشمالي د بوټي دودول یادوي. خو بل لور ته د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کارپوهان وايي چې په هلمند ولایت کې د ذولفقار څلور میاشتني عملیاتو په لاره اچول په دغه ولایت کې د کوکنارو د کمښت لامل شوی دی.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد هزاره هم نن پدې اړه وویل په کومو سیمو کې چې حکومت ډير عملیات کړي هلته د کوکنارو کر کم شوی دی.
جنرال خدایداد هزاره وویل "د ذولفقار عملیاتو پر مخدره موادو باندې ډیر مثبت تاثیر درلود، طالبانو ته او بزګرانو ته یې وخت ورنکړ چې دوی تریاک وکري، په عمومي شکل په هرځای کې چې دولت حاکم وي، په هغه ځای کې چې وسلهوال پوځ حاکم دی او عملیات کوي، قانون هلته نافذ دی، ولایتونه قوي دي او یو بل سره تشریک مساعي لري، په هغه ځایونو کې تریاک کمیږي او په هغو ځاینو کې چې مخالفین فعال دي هلته تریاک ډير دي."
جنرال هزاره امریکا غږ ته په خبرو کې وویل په افغانستان کې د مخدره موادو نه دیرش فیصده ګټه وسله والې مخالفه ډلې او کرونګر ترلاسه کوي او پاتې اویا فیصده ګټه چې تر اویا میلیاردو ډالرو کیږي، نړیوالیې مافیایي کړیو ته رسیږي. جنرال خدایداد هزاره وایي سږکال په شمالي ولایتونو کې کوکنار زیات کرل شوي او د نا امنۍ یوه وجهه هم همدا ده.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي د کوکنارو د کر په اړه دا مقدماتي سروې ښيي چې د افغانستان په دوو ولایتونو کې چې کوکنار صفر ته رسیدلي وو سږکال ورکې بیا کوکنار کرل شوي دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سلاءکار ذبیحالله دایم په دې برخه کې د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، دوی په پام کې لري چې په یوه میاشت کې دننه یوه بشپړه سروې چې د افغانستان ټول ولایتونه ورکې رانغاړل شوي وي او د نشهیي توکو د کر او تولید کچه یې معلومه کړې وي خپره کړي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال په افغانستان کې په ۲۲۴زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې ورڅخه ۶۴۰۰ ټُنه اپین پورته شوي وو.