د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د چرګې هګۍ او چرګ غوښې نوې بیې


په داسې حال کې چې د افغانستان په بازارونو کې د چرګې د هګۍ بیه لږ تر لږه دوه برابره لوړه شوې د دغه هیواد د کرنې او مالدارۍ وزارت په کابل کې د چرګانو روزنې د ټولنې د فعالیت پیلولو خبر ورکړ.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه ټولنه د چرګانو د فارم لرونکو سره په همغږۍ جوړه شوې او له دې وروسته به د چرګې یوه هګۍ په اتو افغانۍ او د چرګانو یو کیلو پروسس شوې غوښه به په ۱۶۰ افغانۍ پلوري.

د یاد وزارت په وینا دغې ټولنې پرون دوشنبه اپرېل۲۰ (غويي لومړي) خپل کار پیل او په عمده او پرچون ډول یې خپل محصولات بازار ته وړاندې کړل.

د افغانستان په ګاونډویو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کروناویروس د خورېدو وروسته د افغانستان بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې.

چارواکي وايي پخوا د چرګانو هګۍ او غوښه له دې مخکې له بهر نه هېواد ته واردېدل خو اوس یوازې کورني تولیدات په بازار کې موندل کیږي.

د کابل په بازارونو کې د چرګې یوه هګۍ ۱۵ او یو کیلو غوښه لږ تر لږه په ۲۳۰ افغانیو خرڅیږي.

د دغه ښار یو هټۍ وال امریکا غږ ته وویل چې د چرګې هګۍ اوس خپل دوکان ته کې نه خرڅوي.

حشمت وویل:"پخوا مو د چرګې هګۍ په شپږ افغانۍ خرڅولې. خلکو اخیستلې خو اوس موږ ته په عمده ډول په ۱۲ افغانیو لویږي نو خلک نشي کولی چې په ۱۵ افغانیو یې راونیسي."

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو وروسته ګڼ شمېر خلک بېکاره شوي او ترڅنګ یې د خوراکي توکو بې هم لوړې شوي دي.

رسمي ارقام ښيي چې افغانستان کې د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG