د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د رای ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې هرکلی وکړ


د افغانستان جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د رای ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر د پیل هرکلی کړی او د رای ورکولو پر شرایطو برابرو ټولوکسانو څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټي کېدو په خاطر دې په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.

ارګ په اعلامیه کې ویلي چې خلک باید د تېرو ټاکنو په شان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

همدارنګه جمهور رئیس غني ټولو اړوند ادارو په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د دغې پروسې د بریالیتوب په خاطر د اسانتیاو برابرولو په برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهیر د شنبې پر ورځ (جون ۸مه) پیل شو او د ټاکنو کمیسیون د وروستیو شمیرو له مخې تر دا مهاله ۲۳۶۰ کسانو نوملیکنه کړې ده.

خو له آزادو او عادلان ټاکنو څخه د څار بنسټ بیا ټینګار کوي، چې د عامه پوهاوي برنامو نه موجودیت، په ټاکنود خلکو بې باوري او نا امني د نوملیکنې لپاره د برابرو کسانو د کم رنګه حضور لاملونه دي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید په دې اړه وویل"د خلکو د ګډون کچه ډیره ټیټه ده، په ځینو سیمو کې چې خلکو پخوا ښه انګیزه او مشارکت درلود اوس یې ګډون کمرنګه دی".

د ټاکنو کمیسیون پر وینا د نوم لیکنې پر یاد بهیر ۲۳ میلیونه ډالر لګښت راځي. د نوملیکنې دغه بهیر به شل ورځې دوام ولري او د ټاکنو کمیسیون تمه لري، چې په ټول افغانستان کې به دوه میلیونه وګړي نوملیکنه وکړي.

XS
SM
MD
LG