۱۰:۰۹
۲۴.۳.۱۳۹۳
د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي تمه لري چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې ښځې په پراخه کچه برخه واخلي.
۰۹:۵۹
۲۴.۳.۱۳۹۳
د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ابراهیم رحیمي وايي چې د خوست ښار د شاوخوا سيمو خلک ډله ډله د رايې اچونې مرکزونو ته روان دي،چې د انتخاباتو په بهير کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
د دوی له ډلې يو شمېر کسانو امريکاغږ ته وويل، چې دا ځل د ځانګړي احساس له مخې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي او هيله من دي، هغه څوک د جمهور رئيس په توګه وټاکل شي، چې د هېواد لپاره خدمت وکړي.
د دوی له ډلې يو شمېر کسانو امريکاغږ ته وويل، چې دا ځل د ځانګړي احساس له مخې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي او هيله من دي، هغه څوک د جمهور رئيس په توګه وټاکل شي، چې د هېواد لپاره خدمت وکړي.
۰۹:۵۱
۲۴.۳.۱۳۹۳
د کابل په د دهمزنګ په سیمې کې یو ۹۰ کلن افغان رایه ورکړه.
۰۹:۴۰
۲۴.۳.۱۳۹۳
په ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر مشر خواجه امین الله فضلي امریکاغږ ته وویل چې د خوګیانیو، شیرزاد او بټي کوټ په ولسوالیو کې تر اوسه ۱۰ مرکزونه نه دې خلاص شوي.
هغه ویلي دي چې دغه مرکزونه د دې لپاره نه دې خلاص شوي چې په لارو کې ماینونه ایښودل شوي دي. هغه وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د ورځې په جریان کې دغه مرکزونه پرانیزي.
هغه ویلي دي چې دغه مرکزونه د دې لپاره نه دې خلاص شوي چې په لارو کې ماینونه ایښودل شوي دي. هغه وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د ورځې په جریان کې دغه مرکزونه پرانیزي.