۱۱:۰۵
۲۴.۳.۱۳۹۳
د خوست ښار په ستر جامع جومات کې د ښځو لپاره د رايې اچونې محل کې که څه هم د ښځو ګڼه ګوڼه ډېره نه لېدل کېږي، خو په تېرو دريو ساعتونو کې ګڼ شمېر ښځو په دغه محل کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړه.
د خوست د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په نننيو انتخاباتو کې تر اوسه د ښځو ونډه ښه ده. هغه زياته کړه، هيله من دي، چې د تېرو انتخاباتو په پرتله به په دې انتخاباتو کې د ښځو ګډون پراخ وي

۱۱:۰۱
۲۴.۳.۱۳۹۳
د بلخ والي عطا محمد نور په مزار شریف کې خپله رایه استعمال کړه.
۱۰:۵۴
۲۴.۳.۱۳۹۳
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان خبريالانو ته وويل، چې نن سهار د برکي برک په ولسوالۍ کې په يوه کور کې د وسله والو طالبانو پريوه غونډه راکټي بريد شوی دی.
هغه وويل، چې په دې بريد کې په کور کې ناست شپږ وسله وال طالبان ځای پرځای وژل شوي او نور په تېښته بريالي شوي دي.
ښاغلي عبدالولي طوفان زياته کړه، دغو کسانو پلان درلود، چې د رايې اچونې پر يوه مرکز ډله ييز بريدونه وکړي، خو د امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پرې راکټي بريد وشو او پلان يې شنډ کړل شو. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي

۱۰:۵۳
۲۴.۳.۱۳۹۳
په کابل کې امنیتي ځواکونه د موټرو تلاشي کوي.