د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۰۸:۵۵ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د اچول شوو رایېو شمیرل ادامه لري. لومړني رسمي نتایج به د جولای د میاشتې تر دوهمې نیټې اعلان شي.
۲۰:۵۴ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وایي چې د انتخاباتو په دویم پړوا کې د 7 میلیونو څخه زیاتو خلکو رایې ورکړیدي. ښاغلی نورستانی وایي اټکل کیږي چې د انتخاباتو د لومړي پړوا نه به دا ځل یو څه اندازه زیاتو خلکو رایې ورکړې وي.
۲۰:۱۸ ۲۴.۳.۱۳۹۳
سپینې ماڼۍ د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو د بشپړیدو په مناسبت د افغانستان خلګو ته مبارکي ویلې ده او د افغانستان دویم ځلي انتخابات یې یوه تاریخي شیبه ګڼلې ده.
۲۰:۱۵ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر یوسف نورستاني د کاندیدانو څخه غوښتي چي د وخت نه مخکې دې قضاوتونو نکوي.هغه دا هم ویلي دي چي افغان ملي امنیتي ځواکونو د انتخاباتو په بهیر کي په بشپړه توګه بې طرفه نه وو.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG