د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۱:۱۷ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د غور د انتخاباتو د کمیسیون رئیس فضل الله جلالي وايي چې د فیروزکوه د ښار د ۱۵ مرکزونو رایې د کمیسیون ولایتي دفتر ته انتقال شوي او نوري رایې به هم د یکشنبې تر ماښامه انتقال شي.
۱۰:۵۸ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د اروزګان د دهراود په والسوالۍ کي د رایېو د انتقال پر موټر چاودنه شوې. د اروزګان د انتخاباتو د ولایتي دفتر مشر عبدالحمید شریفي امریکاغږ ته وويل چي په پېښه کي د انتخاباتو د کميسیون یو کارونکی وژل شوی او بل تن يې ټپي دي. چارواکي وايي چې د چاودنې په نتیجه کې، د دریېو مرکزونو رايېو ته زیان اوښتی.
پېښه د شنبې په ماخوستن هغه مهال وشوه چي په رایېو بار موټر د ولایتي مرکز پر لوري د تګ په حال کي و. ښاغلي شریفي وايي چي د انتخاباتو یوتن ناظر هم په پېښه کي ټپي شوی.
۱۰:۳۷ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د انتخاباتو په تړاو ۵۰۶ امنیتي پیښې شوي دي. د دفاع وزارت وايي چې په دغو پيښو کې ۲۳۱ یې د ماین پیښې وي او ۲۷۳ یې بیا هجومي بریدونه او انداختونه وو. دغه وزارت وايي چې په پیښو کې یو ځانمرګي برید هم شامل دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG