د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۰۸:۴۴ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزی د حبیبې په لیسې کې خپله رایه ورکړه.
۰۸:۵۲ ۲۴.۳.۱۳۹۳
نن سهار وختي د اروزګان په مرکز ترینکوټ کي د ځینو مسجدونو مخ ته دغه لیکونه ځوړند شوي وو.
دغه لیک چي د طالبانو د امارت نشان ورباندي شته او هغوی ته منصوبیږي پکښې لیکل شوي چي رایه ورکونکي دي وړ کس ته رایه ورکړي. په لیک کې د د طالبانو نه غوښتنه شوې چي د رایه ورنکو ته دې خنډونه نه جوړوي. تیره ورځ، د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق هم وویل چي ځیني افغاني طالب مشران نه غواړي چي انتخابات ګډوډ
کړي.
۰۹:۱۰ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د حبیبې په لیسې کې رایه واچوله.
۰۹:۱۱ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د حق او عدالت د ګوند مشر حنيف اتمر رایه ورکړه.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG