د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۰:۱۴ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د پکتيا د انتخاباتو د ولايتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي امريکاغږ ته وويل، چې تر اوسه په دغه ولايت کې د ټاکنو بهير ډېر په ښه ډول سره روان دی او د کومې ستونزې راپور يې ندی تر لاسه کړی.
ښاغلي فيضي وويل، په پکتيا کې د رايې اچونې ټولټال ۲۱۲ مرکزونه، چې ۷۱۶ محلونه کېږي، پرانستل شوي او هيڅ تړلی مرکز نلري.
۱۰:۳۰ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د خوست ښار لويديځ ته د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند د ماشومانو په يوه روزنتون کې د رايې اچونې د مرکز مخته سلګونه کسان په کتارونو کې ولاړ دي. دوی د ټاکنو له کمېسيون څخه جدي غوښتنه کوله، چې د رايې اچونې د محلونو مامورين دې زيات کړي، چې هر چا ته ژر نوبت ورسېږي.
۱۰:۳۵ ۲۴.۳.۱۳۹۳
د نورستان لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر مشر وايي چې په ولایت کې یې ۱۷ مرکزونه بند دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG