۲۰:۱۸
۲۴.۳.۱۳۹۳
سپینې ماڼۍ د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو د بشپړیدو په مناسبت د افغانستان خلګو ته مبارکي ویلې ده او د افغانستان دویم ځلي انتخابات یې یوه تاریخي شیبه ګڼلې ده.
۲۰:۵۴
۲۴.۳.۱۳۹۳
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وایي چې د انتخاباتو په دویم پړوا کې د 7 میلیونو څخه زیاتو خلکو رایې ورکړیدي. ښاغلی نورستانی وایي اټکل کیږي چې د انتخاباتو د لومړي پړوا نه به دا ځل یو څه اندازه زیاتو خلکو رایې ورکړې وي.
۰۸:۵۵
۲۵.۳.۱۳۹۳
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د اچول شوو رایېو شمیرل ادامه لري. لومړني رسمي نتایج به د جولای د میاشتې تر دوهمې نیټې اعلان شي.
۰۹:۰۲
۲۵.۳.۱۳۹۳
سپینې ماڼۍ د افغان رایې ورکونکو «زړورتیا او عزم» ستایلی دی او انتخابات یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ لپاره یو «مهم پرمختګ» بللی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون افغانانو ته مبارکي ویلې ده. هغه ویلي دي چې په انتخاباتو کې د ښځو او نارینو ګډون ښيي چې افغانان د خپل هیواد راتلونکي ته ژمن دي او «تشدد او زور» ردوي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن هم هغو میلیونو افغانانو ته مبارکي ویلې ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې یې برخه اخیستې وه.
آیساف بیا افغان ځواکونه ستایلي دي او ویلي یې دي چې په بریالیتوب سره د انتخاباتو ترسره کیدل «په واضح توګه ښيي» چې د امنیت د ساتلو په تړاو افغانان په خپلو ځواکونو اعتماد لري.