د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه

۱۱:۳۱ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د فراه ولایت د انتخاباتو د دفتررئیس میرویس عزیزي وايي چې د فراه د ښار او د نږدیو ولسوالیو د رایېو صندوقونه د کمیسیون ولایتي دفتر ته انتقال شوي.
ښاغلي عزیزي زیاتوي چې نن به د فراه د ولایت د رایېو د صندوقونو ۸۰ فیصده به د کمیسیون ولایتي دفتر ته ورسیږي. د فراه د انتخاباتو د دفتر رئیس وویل د ګلستان، پرچمن او بکوا د ولسوالیو رایې به د امنیتي ستونزو له امله، په راتلونکو څو ورځو کې، دهوا له طریقه انتقال شي.
۱۱:۳۳ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د بادغیس د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي وايی چې د رایې اچونې پنځوس فیصده صندوقونه د انتخاباتو د کمیسیون ولایتي دفتر ته انتقال شوي او د نورو صندوقونوانتقال هم ادامه لري.
۱۱:۵۰ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د خوست د انتخاباتو د ولایتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ وايي چې تر اوسه د مرکز په ګډون د اتو ولسواليو رايې دوی ته رسېدلې او نورې پر لاره دي.
ښاغلی ځدران وايي چې د رايېو شمېرل پرون مازديګر وختي پای ته رسيدلی او د خوست مرکز ته د رايېوانتقال دوام لري. په خوست کې د رايې اچونې ۱۸۶ مرکزونه، چې مجموعاً ۶۹۷ محلونه کېږي، پرانستي وو او هيڅ تړلی مرکز يا محل يې نه لاره.
۱۱:۵۵ ۲۵.۳.۱۳۹۳
د کندوز د انتخاباتو ریس امیرحمزه احمدزی وايې چې د دویم پړاو د انتخاباتو پر ورځ په کندوز کې د رایو ۲۱۹ ټول مرکزونه پرانستي وو، او نن یکشنبه چې د انتخاباتو دویمه ورځ ده تر غرمې پورې د ټولو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو څخه د رایو صندوقونه رارسیدلي دي.هغه زیاتوي چې د رایو د صندقونو د انتقال پر وخت ددوي کارکوونکي او پولیس له هیڅ ډول امنیتي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG