د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: که غني عادلانه وګټله، مبارکي ورکوم


د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو معترض نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله وایې که سیال یې محمد اشرف غني ټاکنې "عادلانه" وګټلې، دی مبارکۍ ورکولو ته چمتو دی.

عبدالله له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې چې د پنجشنبې په ورځ [ډسمبر ۱۲] خپره شوې ویلي دي چې نه غواړي د هېواد لپاره ستونزې جوړې کړي.

ښاغلي عبدالله ویلي: "که هغه [غني] عادلانه وګټله، زه دا جرئت لرم چې مبارکي ورکړم." عبدالله زیاتوي، د هغو رایو په اساس د بریا خبره نه کوي چې د منلو وړ نه وي.

د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویانو همداوس په اوو ولایتونو کې د ټاکنو د کمېسیون دفترونه تړلي دي او د رایو تفتیش ته اجازه نه ورکوي.

د نیویارک ټایمز په حواله، عبدالله ویلي چې دا ځل نه تسلیمېږي. د مرکو له مخې د هغه سلاکاران، سیاستوال او متحدین اندېښنه لري چې آيا عبدالله پر خپل دریځ ثابت پاتې کېږي یا د خپلې سیاسي بقا لپاره معامله کوي.

عبدالله زیاتوي چې څوک دې د هغه د متحدینو لخوا د ممکنه جنجالونو د جوړولو په اړه "اندېښنه" نه کوي.

عبدالله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په پام کې ده د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نن ورځې ترپایه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلانولو پر نېټې او څرنګوالي فیصله وکړي.

عبدالله د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و که چیرې د ټاکنو کمېسیون د هغه غوښتنو ته له رسیدګي پرته پایلې اعلان کړي، پر وړاندې به یې "بې تفاوته" پاتې نه شي.

عبدالله د خپلو متحدینو اندېښنې مني او د مبارزې د جارې ساتلو ژمنه کوي. هغه زیاته کړې چې دا ځل "مصلحت" نه کوي.

XS
SM
MD
LG