د لاس رسي وړ اتصالات

جمعیت او جنبش فاریاب کې د جنګ پړه پر یو بل اچوي


د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې د جمعیت او جنبش وسله والو ډلو ترمنځ له څو ورځو راهیسې جنګ روان دی
د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې د جمعیت او جنبش وسله والو ډلو ترمنځ له څو ورځو راهیسې جنګ روان دی

د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمد نور په خپل فیسبوک کې پر جنبش ګوند له توندو نیوکو او تورونو یوه ډکه اعلامیه خپره کړې ده. هغه د ملي یوالي پر حکومت غږ کړی دی، چې په فاریاب کې د جنبش د ملیشو د خپلسریو او وژنو مخه ونیسي.

ښاغلي عطا دعوه کوي چې د نظام الدین او حنیف الماري په نومونو د جنرال دوستم دوو قومندانانو د سه شنبې په ماښام د جمعیت د قومندان، فاروق قاطع پر پوستو بریدونه کړي او د دواړو غاړو یو شمېر کسان وژل شوي دي.

فاروق قاطع په فاریاب کې د سیمیزو پولیسو مشر دی. ښاغلي عطا لیکلي "د جنرال دوستم قومندانانو په دغو بریدونو کې د جمعیت ګوند د ځوانانو د څانګې مشر، زمان قاطع، هم وژل شوی دی".

خو، د جنرال دوستم پلویان د بلخ د سرپرست والي دا ادعاوې په کلکه ردوي او تور لګوي، چې لومړی جنرال قاطع د جنبش پر غړو بریدونه کړي دي.

د جنبش ویاند، بشیر احمد تهینج، چې په پارلمان کې د فاریاب وکیل هم دی، امریکا غږ اشنا ته وویل د دغو قومندانانو ترمنځ له پخوا تربګني وه "هغوی غوښتل چې خپلو سیمو ته بېرته وګرځي او عادي ژوند وکړي، مګر د جمعیت قومندان، قاطع یې مخه نیولې چې بیا دا پېښه شوې ده".

ښاغلي تهینج دا خبره په کلکه رد کړه، چې ګنې جنبش ګوند دې د جمعیت پر غړو برید کړی وي. هغه وویل، هلې ځلې یې پیل کړي چې پېدا شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي همدغه راز پر عطا محمد نور تور ولګوه چې په شمال کې د جنبش"له نفوذ نه ډاریږي او له ډېر وخته یې د مخنیوي هلې ځلې او د نوم بدولو هڅې کوي".

د عطا محمد نور په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت او د فاریاب د امنیې قومندانۍ پر روان تاوتریخوالي هېڅ غوږ هم نه دی ګرولی.

د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې د جمعیت او جنبش د دغو وسله والو ډلو او ملیشو ترمنځ له څو ورځو راهیسې جنګ روان دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG