د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال مرادعلي مراد د دوشنبې په ورځ وویل چې افغان ځواکونو د لوژیستیکي محدودیت او امکاناتو د کموالي له کبله له موسا کلا څخه ووتل.
ښاغلي مراد وویل چې دا پرېکړه په جنوب کې د ۲۱۵ قول اردو د ژمني ارزونې په اساس شوې او د دفاع وزارت مشرتابه هم منلې ده.
په دغې ولسوالۍ کې د ډېر وخت لپاره د افغان ځواکونه ساتل او مېشتول، د کومکي ځواکونو استول او په وخت سره د تجیهزاتو انتقال د افغان اساسي " لوژیستیکي " ستونزې بلل کیږي.
د موسا کلا ولسوالي چې د لښکرګاه په ۸۶ کیلومېترې کې ده، له ډېر وخت راهیسې د امنیتي پېښو او طالبانو د بریدونو شاهده ده او څو وارې نیول شوې او پرېښودل شوې ده.
افغان چارواکي وايي که بیا اړتیا پېدا شوه او یا د طالبانو ګواښونه زیات شول، د موسا کلا ولسوالۍ ته به بیا ځواکونه استوي.
په هلمند او د افغانستان په نورو سیمو کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو جګړې او بریدونه داسې مهال زیات شوي چې، افغان حکومت وايي د دغې اوږدې جګړې د ختمولو لپاره به ډېر ژر د سولې د مذاکراتو دویم پړاو پیل کړي.