د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو په گډون زرهاو مهاجرین اورپا ته په لار بند پاتې دي


سپینه ماڼۍ وایي ولسمشر بارک اوباما د جرمني د صدراعظمې انگلیلا مرکل سره په تلیفوني خبرو کې په اروپا کې د مهاجرینو د کړکیچ په وړاندې د هغې د مشرتابه ستاینه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ښاغلي اوباما په ځانگړې توگه د آغلې مرکل د تصمیم یادونه کړې ده چې سوري مهاجرو ته په ځای ورکولو سره یې پر نورو هیوادونو باندې بار کم کړی دی.

په منځني ختیځ، اروپا او آسیا کې د شخړو او فقر په وجه اروپا د دوهمې نړیوالې جگکې راهیسې د مهاجرینو د سخت بحران سره مخامخ ده.

د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل د چهارشنبې په ورځ په ختیځ جرمني کی هغه ځای ته ورغله او له مهاجرینو او د سیمه ایزو مامورانو سره یی وکتل.دغه ځای کې د مختلفو ملکونو نه راغلو مهاجریو پناه اخیستې.

د دغو خلکو اکثریت د افغانستان، سوریې او عراق اتباع دي چی د جنگ او تشدد له امله اروپا یی ته مخه کړې ده او اروپایی چارواکي وي چی هغوي د خوراکي موادو له سختی ستونزی سره مخامخ دي.

سږ کال د دوه لکه او پنځوس زره کسان د بحر له لارې اروپا ته اوښتي دي
سږ کال د دوه لکه او پنځوس زره کسان د بحر له لارې اروپا ته اوښتي دي

د ختیځ جرمني د هیډیناو په ښارگوټي کی مهاجرینو ته د پناه ورکولو پر ضد د نیو نازي په نوم د جرمني ښي لاسو افراطي ډلو احتجاجونه کړي دي او له پولیسو سره یی نښتی هم کړي دي.

د ملگرو ملتونو د مهاچرینو نړیواله اداره وایی چی په زېات شمیر مهاجرین اوس هم هنگري اوځېنو نورو اروپایي ملکونو ته راځي،چی سږکال یواځی په هنگري کی سل زره کسان راجستر شوي دي.

له بلی خوا د مهاجرت نړیوال سازمان IOM وایی چی په زرگونو کسان په افغانستان، سوریه او عراق کی د جنگونو او غربت له امله تښتي او کوښښ کوي چی د مدیترانی د سمندرگي په لاره ځانونه اروپا ته ورسوي، خو ځېنی یی په مقدونې، یونان او سربیا کی بند پاتی دي.٢۴٠٠ کسان په اوبو کی ډوب شوي دي او خپل ژوند یی لاسه ورکړی دی.

بلخوا د هنګري یا مجارستان پولیس وایي چې د دوه زرو نه زیات مهاجر دغه هیواد ته ور اوښتي دي خو بل پلو بیا د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وایي چې لا هم زرګونه مهاجر په لار دي او ښایي چې دغه هیواد ته به واوړي.

هنگري یوازې په روان میلادي کال کې د سلو زرو نه زیات مهاجر ثبت کړیدي چې دغه هیواد ته وراوښتي دي. پولیس وایي یوازې پرون دوه زره او سل مهاجر دغه هیواد ته اوښتي دي.

د دغو خلکو اکثریت د افغانستان، سوریې او عراق اتباع دي چی د جنگ او تشدد له امله اروپا یی ته مخه کړې ده
د دغو خلکو اکثریت د افغانستان، سوریې او عراق اتباع دي چی د جنگ او تشدد له امله اروپا یی ته مخه کړې ده


هنگري اوس کوښښ کوي چې د سربیا سره خپل ګډ سرحد بند کړي ځکه چې مهاجر د همدې لارې هغه هیواد ته وراوړي چې د اروپایي ټولنې غړی هیواد دی. هنگري په روان کال کې څه دپاسه ١٠٠زره تنه مهاجرین ثبت کړي دي چې دا شمېر تر تیر کال دوه چنده زیات دی. چارواکو وویل چې تقریبا ٢١٠٠ تنه یوازي د دوشنبې په ورځ هنگري ته رسیدلي دي.

په زرګونه مهاجر چې زیاتره یې د سوریې، عراق او افغانستان اتباع دي کوښښ کوي چې د مدیترانیې د بحیرې له لارې یونان ته ولاړ شي. پولیس وایي هغوي د دغو کسانو مخه تر ډیره حده نیولې خو د جمعې او شنبې په ورځ د اخ او ډب له وجې هغوي وتوانیدل چې ځانونه سربیا ته ورسوي.

بل پلو د مهاجرت نړیواله ادراه IOM وایي چې سږ کال د دوه لکه او پنځوس زره کسان د بحر له لارې اروپا ته اوښتي دي چې زیاتره یې په یونان او ایټالیا کې پراته دي. په زرگونو کسان چې زیاتره یې د سوریې، عراق او افغانستان دي دغه لاره چې د مدیترانې د سمندر گي نه یونان ته ځانونه رسوي، تعقیبوي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدو چارو وزارت د رسنیو مشاور ښاغلي حفیظ احمد میاخیل امریکاغږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې افغان دولت د دې مهاجرینو د مشکلاتو نه خبر دی او دې لړ کې په مختلفو لارو کار روان کړیدی چې افغانستان نه په قاچاقي توگه د افغانانو د تگ مخه ونیسي او هغه هیوادونه چې ورغلي افغانان پکې مشکلاتو سره مخ دي،لاس رسی وکړي.

ښاغلی میاخیل وايي چې دوي هیواد کې هم د قاچاقي لارو د مشکلاتو او د قاچاقبرو د لاسه خلکو ته د رسیدونکو ستونزو په اړه د پوهاوي کمپاین هم پیل کړیدی او ډیر خلکو اروپا ته د قاچاقي تگ نه ډډه کړیده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG